۰

غزني کې دوه پولیس او ۱۱ طالبان وژل شوي دي

چهارشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۱
سیمه ییز چارواکي وايي، د غزني ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او په جګړو کې ۶ پولیسو او ۳۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې دوه پولیس او ۱۱ طالبان وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، د غزني ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او په جګړو کې ۶ پولیسو او ۳۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پولیسو او طالبانو تر منځ نښتې تېره شپه (د لړم ۸ مه) د غزني ښار په شهباز سیمه، اندړو، مقر او مالستان ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.

د غزني د والي ویاند احمد خان سیرت وايي، طالبانو په یادو سیمو کې پر اوو امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې ټول په شاه وتمبول شول.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په بریدونو کې دوه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي، خو د امنیتي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې بیا ۱۱ طالبان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون دفاع وزارت هم په غزني او پکتیکا ولایتونو کې د هوايي بریدونو پر مهال د ګڼو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي