۰

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محقق د بلخاب ډبرو سکرو کان په استخراج تورن شو

چهارشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۸
د ولسي جرګې یو غړی ادعا کوي، چې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د سرپل ولایت د بلخاب د ډبرو سکرو (ذغال سنګ) کان په غیر قانوني کیندنه کې لاس لري او د همدې له پاره هلته له یوې وسله والې ډلې ملاتړ کوي.
د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محقق د بلخاب ډبرو سکرو کان په استخراج  تورن شو
د ولسي جرګې یو غړی ادعا کوي، چې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د سرپل ولایت د بلخاب د ډبرو سکرو (ذغال سنګ) کان په غیر
فهیمي زیاته کړه«نېږدې یو کال وړاندې محمد محقق د حزب وحدت ګوند یو پخوانی قوماندان مهدي مجاهد کابل کې خپل کور ته ورغوښتی و، او د بلخاب ډبرو سکرو کان د غیر قانوني کېدنې په برخه کې ورسره تر هوکړې رسېدو وروسته یې دغه قوماندان په جنګي تجهیزاتو سمبال او د یوې چورلکې تیارولو پر مټ یې له مزار شریف څخه بلخاب ولسوالۍ ته ولېږه.»
قانوني کیندنه کې لاس لري او د همدې له پاره هلته له یوې وسله والې ډلې ملاتړ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې په ولسي جرګه کې د سرپل ولایت استازي محمد حسین فهیمي د جرګې د نن چهارشنبې لړم ۹ مې په عمومي غونده کې وکړې.

نوموړي و ویل، چې له تېرو دوه اونیو راهیسې په سیمه کې د محقق د پلویانو او یو بل ځايي غیر مسوول وسله وال قوماندان چې هغه هم پخوا د محمد محقق له خوا د بلخاب د ډبرو سکرو د کان کیندلو له پاره مسلح کړای شوی و، جګړه روانه ده، چې له امله یې تر اوسه ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

فهیمي زیاته کړه«نېږدې یو کال وړاندې محمد محقق د حزب وحدت ګوند یو پخوانی قوماندان مهدي مجاهد کابل کې خپل کور ته ورغوښتی و، او د بلخاب ډبرو سکرو کان د غیر قانوني کېدنې په برخه کې ورسره تر هوکړې رسېدو وروسته یې دغه قوماندان په جنګي تجهیزاتو سمبال او د یوې چورلکې
نوموړي و ویل، چې د بلخاب د ډبرو سکرو له کان څخه ۳۰ سلنه ګټه محمد محقق، ۳۰ سلنه یې سلاکاران او ۴۰ سلنه هم قرارداري شرکت تر لاسه کوي، خو د شرکت نوم یې وانخیست.
تیارولو پر مټ یې له مزار شریف څخه بلخاب ولسوالۍ ته ولېږه.»

نوموړي و ویل، چې د بلخاب د ډبرو سکرو له کان څخه ۳۰ سلنه ګټه محمد محقق، ۳۰ سلنه یې سلاکاران او ۴۰ سلنه هم قرارداري شرکت تر لاسه کوي، خو د شرکت نوم یې وانخیست.

دی وايي، په دې معامله کې د ولسي جرګې یو غړی محمد حسین شریفي بلخابي او د سرپل ولایت د ولایتي شورا دوه غړي مجاهد زاده او اسدالله خرم هم شامل دي.

فهیمي زیاتوي، چې شریفي بلخابي له قراردادي شرکت څخه څلور میلیونه افغانۍ
هغه ټینګار وکړ، چې پخوانی قوماندان مهدي مجاهد د محقق په مټ او ملاتړ پر یوه ځواک بدل شو، خو اوس د ګټو پر سر د دواړو تر منځ اختلافات زیات شوي او محقق د ولایتي شورا غړي مجاهد زاده ته لارښوونه کړې، چې د مهدي مجاهد پر وړاندې ګام اوچت کړي او لاس یې د بلخاب د ډبرو سکرو له کان کیندلو لنډ کړي.
رشوت هم اخیستی دی.

هغه ټینګار وکړ، چې پخوانی قوماندان مهدي مجاهد د محقق په مټ او ملاتړ پر یوه ځواک بدل شو، خو اوس د ګټو پر سر د دواړو تر منځ اختلافات زیات شوي او محقق د ولایتي شورا غړي مجاهد زاده ته لارښوونه کړې، چې د مهدي مجاهد پر وړاندې ګام اوچت کړي او لاس یې د بلخاب د ډبرو سکرو له کان کیندلو لنډ کړي.

د ولسي جرګې دغه غړي زیاته کړه، چې د دواړو لورو تر منځ په وروستیو جګړو کې امنیتي ځواکونو ۱۵ تنه نیولي، چې ۷ تنه یې د شریفي بلخابي د خپلوانو څخه دي او د همده په هڅو بېرته خوشي شوي دي.

نوموړي وايي، د محقق له ملاتړ څخه برخمن او د هغه تر واک لاندې کسانو د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته د خلکو کورنه سوځولي، چې دا خپله د جنګي جنایت یوه بېلګه ده.

فهیمي و ویل، چې د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ
نوموړي وايي، د محقق له ملاتړ څخه برخمن او د هغه تر واک لاندې کسانو د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته د خلکو کورنه سوځولي، چې دا خپله د جنګي جنایت یوه بېلګه ده.
کې د جګړو رامنځ ته کولو څخه موخه د ټاکنو سبوتاژ کول، د کان کنټرول او د محقق د ملاتړ کوونکو له خوا د ده د ګوند له پاره د یوې نظامي اډې جوړول وو.

ده ټینګار وکړ، چې له دې هر څه کره اسناد، انځورونه او ان مستند فلمونه لري.

خو د جرګې غړي سید حسین شریفي بلخابي د فهیمي دغه څرګندونې په کلکه رد کړې او ویې ویل، چې پر ده او محقق لګېدلي تورونه بې بنسټه او هېڅ منطق نه لري.

بلخابي و ویل، دا چې فهیمي د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې ماته خوړلې ده
فهیمي و ویل، چې د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د جګړو رامنځ ته کولو څخه موخه د ټاکنو سبوتاژ کول، د کان کنټرول او د محقق د ملاتړ کوونکو له خوا د ده د ګوند له پاره د یوې نظامي اډې جوړول وو.
نو ځکه اوس د ده او محقق کې نوم بدلو هڅه کوي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د فهیمي د دې خبرو په غبرګون کې حیثیتي دعوا کوي او له جګړې یې وغوښتل، که چېرته فهیمي دا تورونه ثبوت نه کړي، بیا سزا ورکړل شي.

خو فهیمي و ویل، دا چې محقق په حکومت کې دنده لري نو ولسي جرګې ته ځواب ویونکی دی او هغه باید مجلس ته راوغوښتل شي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي هم و ویل، چې دغه موضوع به د اړوند کمېسیون له خوا په جدي توګه وڅېړل شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 

 
 
 
 
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي