د افغانستان د کرکټ د ملي تیم د غوراوي کمېټې مشر نوروز خان منګل لرې او پر ځای یې دولت احمدزی د دغه کمېټې مشر وټاکل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرکټ بورډ نوي رییس عزیز الله فضلي نن کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال د دولت احمدي د ټاکلو اعلان وکړ.
نوموړي و ویل، چې وروسته له دې به دولت احمدزی د نورو منګل پر ځای د کرکټ غوراوي کمېټې مشر وي او خپله دنده به مخ ته یوسي.
د دولت احمدزي تر څنګ اسدالله او پادشاه حسین هم د دغه کمېټې غړي ټاکل شوي او د کرکټ بورډ د رییس په وینا لرې کړای شوي کسان به په نورو دندو وګمارل شي.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم پخوانی توپ اچوونکی دولت احمدزی تر دې وړاندې د نولس کلونو کرکټ ټیم روزونکی وو.
باید و ویل شي، چې عزیز الله فضلي هم څه موده وړاندې د کرکټ بورډ د رییس په توګه وټاکل شو او همغه مهال یې په دغه بورډ کې د کارونو د ښه والي په خاطر د ادلون بدلون ژمنه کړې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل