۰

ولسي جرګې د جنرال رازق د ترور د پېښې څېړلو لپاره ۳ کمېسیونونه ګمارلي

چهارشنبه ۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۶
ولسي جرګې د دغه جرګې درې کمېسیونونو ته دنده سپارلې تر څو د کندهار د وژل شوي امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د ترور پېښه په جدي توګه وڅېړي.
ولسي جرګې د جنرال رازق د ترور د پېښې څېړلو لپاره ۳ کمېسیونونه ګمارلي
ولسي جرګې د دغه جرګې درې کمېسیونونو ته دنده سپارلې تر څو د کندهار د وژل شوي امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د ترور پېښه په جدي توګه وڅېړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس عبدالروف ابراهمي د نن چهارشنبې د لړم ۹ مې په عمومي غونډه کې و ویل، چې د ولسي جرګې د کورني امنیت، دفاعي چارو او عدلي کمېسیونون ته دنده سپارل شوې تر څو د جنرال رازق د ترور پېښه وڅېړي.

د جرګې رییس یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د جنرال رازق ترور یوه لویه او نه جبرانېدونکې پېښه ده او یاد کمېسیونونه باید کندهار ته سفر وکړي او دغه پېښه له نېږدې په جدي توګه وڅېړي.

د جرګې یو شمېر غړو د جنرال رازق ترور یوه شکمنه پېښه وبلله او ویې ویل، چې د برید کوونکي جسد ورک دی او تر اوسه دا نه معلومه، چې چا پر هغه برید کړی وو.

د جرګې غړي مولوي نذیر احمد حنفي و ویل، کېدای شي په دې پېشه کې د امریکا لاس وي.

خو دا هغه څرګندونې دې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، چې د جنرال رازق د ترور په پېښه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت لاس نه لري او دا د دښمن آوازي، چې غواړي په دې توګه د افغانستان اصلي دښمن له خلکو ورک کړي.

باید و ویل شي، چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د دغه ولایت د ملي امنیت ریس جنرال مومن حسین خېل د تېرې تلې میاشتې په ۲۶ مه نېټه د کندهار ولایت مقام په انګړې کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره تر یوې غونډې وروسته د والي زلمي ویسا د ساتونکي په ډزو و وژل شول.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي