۰

د روسیې امنیت سازمان مخې ته ځانمرګی برید شوی دی

پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۰۱
روسي چارواکو تایید کړې، چې د امنیت سازمان (اف اس بي) مخې ته ځانمرګی برید شوی او درې تنه په کې ټپیان شوي دي.
د روسیې امنیت سازمان مخې ته ځانمرګی برید شوی دی
روسي چارواکو تایید کړې، چې د امنیت سازمان (اف اس بي) مخې ته ځانمرګی برید شوی او درې تنه په کې ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید پر ځای وخت ۹ بجې د روسیې په آرخانګاسلک ښار کې رامنځ ته شوی دی.

روسي چارواکو ویلي، ۱۷ کلن ځانمرګي بریدګر د امنیت سازمان تر لومړی دروازې ننوتلو وروسته ځان پورې تړلو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

د روسي چارواکو په خبره په دې برید کې د اف اس پي درې کارکوونکي ټپیان شوي او د سازمان ودانۍ ته درند زیان اوښتی دی.

د روسیې څېړونکي دا یوه ترهګره پېښه بللې او څارونکو کمرو د برید کوونکي انځورونه خپاره کړي دي.

روسیه وایي، د بریدګر هویت تر اوسه نه دی معلوم شوی، خو په اړه یې جدي پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي