۰
جنرال مېلر:

نور هغه وخت راغلی، چې افغان جګړه د سیاسي خبرو له لارې حل شي

پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۳۵
لوړ پوړي امریکايي چارواکي ویلي، جګړه د حل لار نه ده، ځکه امریکا او طالبان دې پایلې ته رسېدلي، چې په جګړه یو هم میدان نه شي ګټلای.
نور هغه وخت راغلی، چې افغان جګړه د سیاسي خبرو له لارې حل شي
لوړ پوړي امریکايي چارواکي ویلي، جګړه د حل لار نه ده، ځکه امریکا او طالبان دې پایلې ته رسېدلي، چې په جګړه یو هم میدان نه شي ګټلای.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي لوړ پوړو چارواکي وايي، هغه وخت راغلی، چې د افغانستان جګړه د سیاسي خبرو له لارې حل شي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پرون چهارشنبې له این بي سي تلوېزیون سره په یوه مرکه کې ویلي دي.

نوموړي ویلي له تېرو دوه میاشتو، چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومانده
هغه ویلي«طالبان هم دې پایلې ته رسېدي، چې په زور یې نه شي ګټلای، نو زموږ وتلو ته دې انتطار نه باسي، که چېرې څوک په دې پوه شي، چې د ځواک په زور نه شي بریالي کېدای، باید له ځانه وپوښتي، چې جګړه د څه له پاره، فکر کوم اوس هغه وخت دی چې د جګړې د سیاسي حل لپاره کار پیل شي.»
یې په غاړه اخیستې د امریکايي ځواکونو بریدونه زیات شوي او مرګ ژوبله هم ډېره شوې، خو له دې سره سره امریکا مني، چې د ځواک په کارولو بریالیتوب نه شي تر لاسه کېدای.

جنرال سکاټ مېلر وايي، طالبان هم دې پایلې ته رسېدلي، چې په جګړه میدان نه شي ګټلی او اوس دا وخت رسېدلي، چې د افغانستان جګړې ته سیاسي حل لاره وپلټل شي.

هغه ویلي«طالبان هم دې پایلې ته رسېدي، چې په زور یې نه شي ګټلای، نو زموږ وتلو ته دې انتطار نه باسي، که چېرې څوک په دې پوه شي، چې د ځواک په زور نه شي بریالي کېدای، باید له ځانه وپوښتي، چې جګړه د څه له پاره، فکر کوم اوس هغه وخت دی چې د جګړې د سیاسي حل لپاره کار پیل شي.»

جنرال مېلر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز متس هم واشنګټن کې د سولې انستېتیوت کې د وینا پر مهال ویلي، چې په افغانستان کې د سوله او پخلاینه د امریکا د ستراتېژۍ تر ټولو مهم هدف دی.

هغه ویلي، امریکا زلمي خلیلزاد د همدې هدف له پاره ټاکلی او که چېرته افغانستان کې د سولې تړون وشي، کېداشي په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو پر شتون هم په مشروط ډول بحث وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي