۰
نړیوال بانک:

افغانستان د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې ستر اصلاحات راوستي

پنجشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۵
نړیوال بانک وایي، سره له دې چې په افغانستان کې ناامنۍ زیاتې دي، خو بیا هم د دغه هېواد په سوداګرۍ او اقتصادي برخه کې د پام وړ اصلاحات راوستي دي.
افغانستان د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې ستر اصلاحات راوستي
نړیوال بانک وایي، سره له دې چې په افغانستان کې ناامنۍ زیاتې دي، خو بیا هم د دغه هېواد په سوداګرۍ او اقتصادي برخه کې د پام وړ اصلاحات راوستي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي اصلاحاتو او لاس ته راوڼو په اړه پرون چهارشنبې د لړم ۹ مه یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان د اقتصادي اصلاحاتو له پلوه له ۱۸۳ څخه ۱۶۷ مقام ته پورته شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي، افغانستان په پنځو څرګندو برخو کې د پام وړ بدلونونه او اصلاحات راوستلي چې په نړیواله درجه بندي کې مخکی شوی او دا مهال په دې هېواد کې د سوداګرۍ چارو کې اصلاحات په ښه توګه روان دي.

راپور د بېلګې په توګه زیاته کړې، چې مخکې په افغانستان کې د سوداګرۍ یو جواز باندې ۳۲۰۰۰ افغانۍ لګول کېدې خو اوس دا فیس ۱۰۰ افغانیو ته راټیټ شوی دی.

په دې راپور کې تر ډېره د سوداګرۍ د حقوقي چوکاټ د اصلاح ستاینه شوې او د پانګه اچونې د ملاتړ د تګلارې له مخې افغانستان په سیمه کې تر ټولو پرمختللی ګڼل شوی دی.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رییس شوبهم چوهدري وایي، افغانستان د پانګه اچونې او سوداګرۍ په برخه کې ډیر هلې ځلې کړې دي هیلمن دی چې په راتلونکې کې هم دا پرمختګونو نور هم دوام وکړي.

هغه ویلي«افغانستان د اقتصادي ودې له پاره لا هم اوږد مزل په مخ کې لري، پکار ده، چې شته پرمختګونه او بدلونونه دوام پیدا کړي، دغه هدف ته د رسېدو له پاره اوږمهاله هڅو ته اړتیا ده، تر څو خلک د هغو اغېز په خپل ژوند کې و ویني.»

د نړیوال بانک په راپور کې د سوداګرۍ د پیلولو په لحاظ افغانستان په نړۍ کې ۴۹ ځای لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي