له تاکنو د څار بنسټونه:

امنیتي ځواکونو په ښکاره ډول د ولسي جرګې په تاکنو کې لاسوهنه کړې

12 عقرب 1397 ساعت 14:26

له ټاکنو د څار بنسټو ائتلاف وایي، امنیتي ځواکونو د ولسي جرګې په تاکنو کې پراخه لاسوهنه کړې او د ټاکنو پر ورځ یې د ځانګړو نوماندانو په ګټه فشارونه وارد کړي دي.


له ټاکنو د څار بنسټو ائتلاف وایي، امنیتي ځواکونو د ولسي جرګې په تاکنو کې پراخه لاسوهنه کړې او د ټاکنو پر ورځ یې د ځانګړو نوماندانو په ګټه فشارونه وارد کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو د څاربنسټونو ائتلاف نن شنبې د لړم ۱۲ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې د تلې د ۲۸ او ۲۹ مې په تاکنو کې امنیتي ځواکونو په ښکاره ډول لاسوهنه کوله.

دوی ویل، چې د ټاکنو په ورځ ۱۱۴۰۰ څاروونکي په ۳۳ ولایتونو کې د ټاکنو د څار په دنده ګمارل شوي وو، خو په ځینو سیمو کې امنیتي ځواکونو په تاکنو کې مداخله کړې او د مدني بنسټونو او ځینو نوماندانو څارونکي یې د ټاکنو مرکزونو ته نه دي پرښي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ ویاندې صغرا سعادت و ویل، چې امنیتي ځواکونو له څارونکو سره موبایلونه او د انځور اخستلو وسایل د سایتونو د ننه نه پرېښودل تر څو هغوی د درغلی په اړه انځورونه واخلي او اسناد راټول کړي.

دغه راز نوموړې زیاته کړه، چې په ځینو ولایتونو کې ان د دې په اړه هم کره اسناد شته، چې امنیتي ځواکونو د ځانګړو نوماندانو په ګټه د خپلې وسلې پر مټ پر څاروونکو فشارونه راوړي دي.

نوموړي و ویل، چې د امنیتي ځواکونو دغه کړنه د ټولو قوانینو خلاف عمل دی، او له کمېسیون او اړونده ارګانونو څخه یې په جدي وغوښتل هغه امنیتي ځواکونه تر پلټنو لاندې ونیسي، چې په ټاکنو کې یې لاسوهنه کړې ده.

د کورنیو چارو وزرات مرستیال ویاند نصرت رحیمي که څه هم په تاکنو کې د امنیتي ځواکونو د مداخلې خبره تایید نه کړه خو په وینا یې کېدای شي، ځینې سرغړونې او تېروتنې رامنځ ته شوې وي.

نوموړي و ویل، چې په تاکنو کې د لاسوهنې په تړاو ۱۰۴ تنه نیول شوي، چې ۲۵ تنه په کې د امنیتي ځواکونو کسان هم شامل دی، چې تر پلټونو لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 


د مطلب کود: 109865

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109865/

جمهور
  https://www.jomhornews.com