امریکا: په یوه وسله وال برید کې دوه تنه وژل شوي

13 عقرب 1397 ساعت 8:24

د امریکا فلوریډا ایالت په یوه سپورتي کلب کې د وسله والو برید له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د امریکا فلوریډا ایالت په یوه سپورتي کلب کې د وسله والو برید له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه کلب کې یو شمېر ګسان د یوګا تمرین کاوه، چې د یوه وسله وال کس له خوا پرې ډزې شوې دي.

د فلوریډا پولیس وایي، په برید کې دوه مېرمنې وژل شوې او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

پولیسو برید کوونکی ۴۰ کلن سکاټ بیورل معرفي کړی، چې تر ډزو وروسته یې خپل ځان هم ویشتلی او وژلی دی.

تر اوسه د برید انګېزه نه ده معلومه خو پولیس وايي، په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې شنبې په ورځ د پنسلوانیا په ایالت کې د یهودانو په کنیسه باندې په ډزو کې ١١ تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109879

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109879/

جمهور
  https://www.jomhornews.com