کابل کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی او بل ټپي دی

13 عقرب 1397 ساعت 8:25

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت کابل کې د یوه داخلي برید له کبله د دوه امریکايي سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت کابل کې د یوه داخلي برید له کبله د دوه امریکايي سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي یوه افغان سرتېري د دوی پر سرتېرو ډزې کړې او دوه امریکایي سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه پېښه پرون شنبې د نومبر ۳ مه رامنځ ته شوې، چې یو امریکايي سرتېری په کې وژل شوی او یو بل ټپي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ټپي امریکايي سرتېری د بګرام هوايي اډې روغتون ته وړل شوی او روغتیايي حالت یې ښه دی.

بل خوا خبر پاڼه زیاتوي، چې برید کوونکی سرتېری د افغان سرتېرو د یوه منسوب له خوا په ډزو و وژل شو.
باید و ویل شي، چې په دې وروستیو اونیو کې دا د افغان سرتېرو له خوا پر بهرنیو سرتېرو دوهم برید دی چې تر سره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109880

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109880/

جمهور
  https://www.jomhornews.com