کابل کې وژل شوی امریکايي سرتېری د اوګدن ښاروال وو

13 عقرب 1397 ساعت 10:42

راپورونه وايي، هغه امریکايي پوځي چې کابل کې په یوه داخلي برید کې وژل شوی د امریکا متحده ایالتونو د یوټا ایالت د شمالي اوګدن ښاروال وو.


راپورونه وايي، هغه امریکايي پوځي چې کابل کې په یوه داخلي برید کې وژل شوی د امریکا متحده ایالتونو د یوټا ایالت د شمالي اوګدن ښاروال وو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پرون د افغانستان پلازمېنه کابل کې د یوه افغان سرتېري له خوا پر بهرنیو سرتېرو وسله وال برید شوی.

سرچینې زیاته کړې، چې په دغه برید کې یو امریکایي پوځي وژل شوی او یو بل ټپي دي، چې ټپي سرتېری د بګرام روغتون ته وړل شوی او روغتیايي حالت یې ښه دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، وژل شوی امریکایي سرتېری برینټ ټایلر نومېږي او پر هغه برید کوونکی افغان سرتېری هم د یوه بل افغان منسوب له خوا وژل شوی دی.

خو په ورته وخت کې سالټ لېک تریبیون او نورو رسنیو راپور ورکړی، چې ۳۹ کلن برینټ ټایلر د شمالي اوګدن ښاروال او له ملي ګارد سره د خدمت په ترڅ کې وژل شوی دی.

ټایلر په ۲۰۰۹ کې د شمالي اوګدن د ښاروالۍ شورا غړی شو او ۲۰۱۳ م کال ښاروال غوره شو، چې د وژل کېدو پخلی یې د شمالي اوګدن ښار د شورا غړي فیلیپ سوانسن کړی دی.

د امریکا په سنا جرګه کې د اوټا سناتور او د دې ایالت څو نورو چارواکو هم د ټایلر وژل کېدا تایید کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109890

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109890/

جمهور
  https://www.jomhornews.com