مشرانو جرګې له حکومته د مسکو غونډه کې د ګډون غوښتنه وکړه

13 عقرب 1397 ساعت 13:35

مشرانو جرګې د ملي یووالي حکومت نه وغوښتل، چې د افغان سولې په تړاو د مسکو په جوړېدونکې غونډه کې په قوي دریځ سره ګډون وکړي.


مشرانو جرګې د ملي یووالي حکومت نه وغوښتل، چې د افغان سولې په تړاو د مسکو په جوړېدونکې غونډه کې په قوي دریځ سره ګډون وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سناتورانو د جرګې د نن یکشنبې د لړم ۱۳ مې په غونډه کې و ویل، چې افغان حکومت باید افغانستان کې د سولې له پاره له هر فرصته ګټه واخلي، تر څو هېواد کې جګړه پای ته ورسږي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال آصف صدیقي وايي، افغان حکومت باید د مسکو په غونده کې ګډون او په افغانستان کې د سولې له پاره په قوي دریځ لابي ګري وکړي، ځکه افغان ولس نور له جګړو ستړي، د دغه اوسنیو جګړو قرباني او لا هم قرباني ورکوي.

نوموړي و ویل دې ته په کتو چې په افغانستان کې اوسنۍ روانه جګړه د امریکا او روسیې سیالي ده حکومت باید د مسکو په غونډه کې هڅه وکړي، چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو تر منځ د افغان سولې له پاره همغږي رامنځ ته کړي.

د مشرانو جرګې یو بل غړي محمد حسن هوتګ هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې حکومت باید د مسکو په غونډه کې له یوه قوي دریځه ګډون وکړي او له دې لارې طالبان دې ته اړ کړي تر څو د اوربند یو اړخیزه پرکړه چې حکومت کړې عملي کړي او د سولې خبرو ته حاضر شي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې یو بل غړي فیصل سمیع هم و ویل، چې افغان حکومت نباید د امریکا په غوښتنه د مسکو په غونده کې له ګډون کولو ډډه وکړي.

نوموړي زیاته کړه«حکومت نباید د سولې په برخه کې هر هغه څه چې امریکا یې غواړي عملي کړي، که دا کار وکړي د هېواد له پاره به یې عواقب خراب وي.»

د هغه په وینا افغان حکومت باید د افغان ولس په غوښتنه چې د سولې غوښتونکی او له جګړو ستړی دی، د مسکو په غونده کې ګډون وکړي.

باید و ویل شي، چې په مسکو کې د افغان سولې په اړه جوړېدونکې غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا د روانې میلادي نومبر میاشتې په ۹ مه تر سره کېدونکې ده.

روسیې ویلي، دغه غوندې ته د افغان حکومت سربېره د طالبانو او دغه راز د امریکا په ګډون د سیمې د ۱۲ هېوادونو استازي ورغوښتل شوي دي.

ویل کېږي دغه غونډې ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د جمعیت ګوند د اجرائیه رییس عطامحمد نور په ګډون ۸ تنه افغان سیاستوال هم ورغوښتل شوي دي.

که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه د مسکو په غونډه کې د افغان پلاوي په ګډون پرېکړه نه ده شوې او خبرې روانې دي، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپره پانه کې ویلي، چې افغان ولسمشر په دې برخه کې هوکړه کړې او د افغانستان د سولې عالي شورا یو پلاوی به په کې ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 


د مطلب کود: 109897

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109897/

جمهور
  https://www.jomhornews.com