د خبریالانو د ملاتړ صندوق رییس:

له رسنیو د ملاتړ سلګونه میلیونه ډالر بودیجه حیف میل شوې ده

13 عقرب 1397 ساعت 14:04

د افغان خبریالانو د ملاتړ صندقو رییس محمد آصف وردګ وايي، له افغان رسنیو د ملاتړ په موخه د نړیوالې ټولنې سلګونه میلیونه ډالر مرسته شوې پیسې حیف میل شوې دي.


د افغان خبریالانو د ملاتړ صندقو رییس محمد آصف وردګ وايي، له افغان رسنیو د ملاتړ په موخه د نړیوالې ټولنې سلګونه میلیونه ډالر مرسته شوې پیسې حیف میل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وردګ زیاتوي، چې دغه مرسته شوې پیسې په رسنیو کې د یو شمېر کسانو د یوې ډلې له خوا خوړل شوې دي.

آصف وردګ نن یکشنبې د لړم ۱۳ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال پرته له دې چې د چا یا کومې ډلې نوم واخلي و ویل«په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ، پرمختګ، بیان د آزادۍ او فرهنګي ودې په موخه د نړیوالې ټولنې لسګونه میلونه ډالر مرسته حیف میل شوې ده او په دې پیسو یې له هېواده بهر پانګونه کړې ده.»

نوموړي زیاته کړه، چې په دې کار کې د ځینو رسنیو مالکین او د رسنیزو بنسټونو مسوولان هم شامل دی او نن ورځ یې میلیونونه ډالر پانګه پیدا کړې ده.

وردګ په رسنیو کې یوې مافیايي کړۍ ته ورته د یو شمېر کسانو ګروپ چې د ده په وینا له رسنیو سره د نړیوالې ټولنې میلیونه ډالر مرسته یې تر ستونې تېره کړې، د دې لامل شوې، چې ګڼ شمېر رسنۍ د سقوط پر پوله ودرېږي.

هغه وايي، هغه بنسټونه چې د رسنیو، خبریالانو او بیان د آزادۍ د ملاتړ په موخه له نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو پرېمانه پیسې تر لاسه کوي، تر اوسه یې د خبریالانو د ملاتړ له صندوق سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیالې مژګان مصطفوي د رسنیو مالیکن د خبریالانو حقونو ته په نه پاملرنې تورن کړل او پر ملي سوداګرو یې غږ وکړ، چې د خبریالانو د ملاتړ له صندوق سره مرسته وکړي.

نوموړي و ویل، چې د یو شمېر رسنیو مالکین په امنیتي پېښو کې د ټپي شویو خبریالانو د درملنې که په داخل کې وي او که په بهر کې لومړی درجه مسؤولیت لري، خو په وینا یې هغوی دغه ټکي ته ډېره لږ پاملرنه هم نه ده کړې.

د خبریالانو په اړه د دولتي او غیر دولتي بنسټونو تر منځ لانجې او اختلافات پر داسې مهال را څرګندېږي، چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی او مرګ ژوبله یې زیاته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 


د مطلب کود: 109905

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109905/

جمهور
  https://www.jomhornews.com