فیفا:

د ټاکنو کمېسیون د سپینو او تورو رایو بېلوالي کې له بن بست سره مخ شوی

13 عقرب 1397 ساعت 14:40

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ چارواکي وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د سپینو او تورو رایو بېلاوالي له پاره وخت او ظرفیت نشته او یاد کمېسیون په دې برخه کې له بن بست سره مخ شوی دی.


د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ چارواکي وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د سپینو او تورو رایو بېلاوالي له پاره وخت او ظرفیت نشته او یاد کمېسیون په دې برخه کې له بن بست سره مخ شوی دی.

د جهمهور آژانس د خبر له مخې فیفا دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون شنبې د لړم ۱۲ مه اعلان وکړ، چې د ولسي جرګې د ټاکنو لومړۍ پایلې به دوه اوونۍ وروسته اعلان شي.

ټاکل شوې وه د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې د روانې لړم میاشتې په ۱۹ مه نېټه اعلان شي، خو کمېسیون په اعلان کې و ویل، چې دا نېټه ځنډول شوې او د ټاکنو پایلې به د راتلونکې لیندۍ میاشتې په ۲ مه نېټه اعلان شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دغه پرېکړه د ټاکنو د څار بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوې او وایي دا کار په کمېسیون کې د وخت او ظرفیت د نشتوالي له امله رامنځ ته شوی دی.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو یا فیفا اجرائیو مشر یوسف رشید په همدې تړاو جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د وخت او ظرفیت د نشتوالي له امله ټاکنې ځنډېدلې او کمېسیون د همدې ستونزې درلودو له کبله د سپینو او تورو رایو د بېلوالي په برخه کې له بن بنست سره مخ شوی دی.

ښاغلي رشید زیاته کړه«موږ له وړاندې وړاندوینه کړې وه، چې کمېسیون به دغه ټاکنې جنجالي کوي، نن د کمېسیون چارواکي د تورو او سپینو رایو د بېلوالي په برخه کې له بن بست سره مخ شوی او ستونزمنه به وي، چې له دې مشکله ځان وباسي.»

د هغه په وینا دا چې د ټاکنو په ورځ په ځینو مرکزونو کې بایومتریک نه و، په ځینو هغو کې یې کار نه کاوه او په ځینو مرکزونو کې بیا د رایه ورکوونکو د نوملړ نشتوالی او نورې تخنکي ستونزې هغه څه و، چې د ټاکنو روڼتوب یې پېچلی کړی دی.

نوموړي وایي، د دغه ټول ټاکنو د سپینو او تورو رایو بېلوالی دومره ساده کار نه دی، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په آسانۍ ترې ووځي.

د فیفا اجرائیوي رییس زیاته کړه، چې ټاکنو کمېسیون کافي وخت ته اړتیا لري تر څو تورې او سپینې رایې سره بېلې او په دې برخه کې د ټاکنو د ذیدخله اړخونو په ځانګړي ډول د نوماندانو قناعت تر لاسه کړي.

بل خوا یوسف رشید و ویل،د ټاکنو کمېسیون په دې کار سره دا هم هڅه کوي، چې په یوه نه یوه ډول د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې وځنډېږي.

د هغه په وینا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو له پاره هم لازم تیاری نه لري او د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو په ځنډولو سره هڅه کوي، خپله دغه نیمګړتیا پټه کړي.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض


 


د مطلب کود: 109910

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109910/

جمهور
  https://www.jomhornews.com