فاریاب کې د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس وژل شوی دی

14 عقرب 1397 ساعت 8:56

د کورنیو چارو وزارت فاریاب کې د دغه ولایت د دریو ولسوالیو له پاره د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


د کورنیو چارو وزارت فاریاب کې د دغه ولایت د دریو ولسوالیو له پاره د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن دوشنبې د لړم ۱۴ مه په خپره کړې خبرپاڼه کط ویلي، چې وژل شوی طالب قاري یوسف مشهور په حقیار دی.

په خبرپانه کې ویل شوی، چې قاري یوسف د فاریاب د خواجه سبزپوش، شېرین تګاب او دولت آباد ولسوالیو له پاره د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس او د دغه ډلې یو کلېدي غړی وو.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو دغه مهم غړی دوه ورځې وړاندې د فاریاب ولایت په شېرین تګاب ولسوالۍ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په نښته کې سخت ټپي شوی وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې قاري یوسف تېره شپه د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ د عطاخان په سیمه کې د سختو ټپو له امله ساه ورکړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې دغه طالب مشر د ګڼو ولسوالیو په ناامینو کې لاس درلود.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109921

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109921/

جمهور
  https://www.jomhornews.com