د افغان حکومت اجرائيه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، د ژنیو په کنفرانس کې د افغان حکومت د استازو د ګډون له پاره ټول چمتوالی نیول شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن دوشنبې د لړم ۱۴ مه د وزیرانو شورا په غونډه کې وکړې او ویې ویل، چې د ژینو کنفرانس له پاره د اړوتیاو تدابیر نیول شوي دي.
افغان اجرائیه رییس هیله وښوده، چې د ژینو کنفرانس به له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو او ژمنو په برخه کې ګټور تمام شي.
دغه راز افغان اجرائیه رییس دا هم و ویل، تمه لري، چې دغه کنفرانس به په افغانستان کې د سولې په برخه کې، چې د افغان ولس له لومړیتوبونو ده هم اغېزمن وي.
باید و ویل شي، چې د جینوا کنفرانس به په راتلونکو څو ورځو د سویس پلازمېنه ژنیو کې جوړ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل