۰
د ولسي جرګې ځینې غړي:

که حکومت د اروزګان جګړې په اړه تصمیم ونه نیسي، بیا موږ خپله یو تصمیم نیسو

دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۷
ولسي جرګې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د جګړې قومي بللو په اړه توغند غبرګون وښود او دغه پېښې ته د جدي او فوري رسېدو غوښتنه یې وکړه.
که حکومت د اروزګان جګړې په اړه تصمیم ونه نیسي، بیا موږ خپله یو تصمیم نیسو
ولسي جرګې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د جګړې قومي بللو په اړه توغند غبرګون وښود او دغه پېښې ته د جدي او فوري رسېدو غوښتنه یې وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په داسې حال کې، چې طالبانو په خاص اروزګان کې پر ولس برید کړی، رسمآ یې هغه خپله جنګي لاسته راوړنه بللې، خو ارګ دغه جګړه قومي بللې ده.

په ولسي جرګه کې د دایکنډي ولایت استازي صادقي زاده نیلي و ویل د خواشنۍ ځای دی، چې خاص اروزګان کې د طالبانو او ځايي خلکو تر منځ جګړې ته ارګ قومي بڼه ورکړې ده.

نوموړي و ویلي، چې د اروزګان د جګړې قومي بلل خواشنونکي او د نفاق اچول دی، چې دوی د ارګ دغه څرګندونې په کلکه غندي.

د جرګې بل غړي عبدالقیوم سجادي و ویل، چې له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې په حسیني، کندلان، حمزه او کاریز سیمو کې پر ولسي خلکو د طالبانو بې رحمانه بریدونه روان دي او یو انساني ناورین رامنځ ته شوی، خو حکومت تر اوسه د خلکو په دفاع کې هېڅ نه دي کړي.

نوموړی وایي، طالبانو رسمآ اعلامیه ورکړې، چې د خاص اروزګان په جګړه کې یې سره قعه هم جنګېږي او د دغه په وینا دغه قطعې هلته قتل عام کړی دی.
په ورته وخت کې د جرګې یو بل غړي محمد علي اخلاقي و ویل، چې طالبانو تېره شپه یو ځل بیا بریدونه کړي، چې تر ۳۰ پورې پولیس او ولسي وګړي د طالبانو تر څو ساعته کلابندۍ او مقاومت وروسته وژل شوي او ټپیان شوي دي، خو حکومت دا جګړه قومي بللې او ویلي یې دي، چې د څېړلو له پاره یې یو پلاوی ټاکلی دی.
نوموړي ټینګار وکړ، چې په اوسني حالت کې سیمې ته د پلاوی ورتګ او څېړنې د خلکو هېڅ درد نه شي دوا کولای او حکومت باید لومړی د ولسي وګړو د قتل عام مخه ونیسي.

د جرګې بل غړي عارف رحماني هم ورته څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه، چې ولسمشر غني په ډېر وقاحت او بې شرمۍ سره د خاص اروزګان جګړه قومي بللې او په دې اړه یې یو حکم صادر کړی، چې د ځنګل رییس به هم دغه ډول یو حکم صادر نه کړي.

هغه و ویل، چې طالبانو په خاص اروزګان کې خلک له کورنو ایستلي، له ماشومانو او مېرمن یې سرونه پرې کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې که حکومت په جدي توګه د خاص اروزګان د جګړې په اړه همدا اوس اقدام ونه کړي، نو موږ د افغانستان د وکړو د یوې برخې په توګه په دې اړه تصمیم نیسو او بیا به ګور چې قضیه کوم ځای ته ځي.

دا په داسې حال کې ده، چې په خواله رسنیو کې له پرون او نن راهیسې د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ د جګړې په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ دوه حکمونه لاس په لاس کېږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د تېرې ورځې په حکم کې د خاص اروزګان ولسوالۍ جګړه قومی بلل شوې وه او ویلي یې وي، د دغه ستونزې د حل له پاره یې یو پلاوی هم ټاکل شوی.

خو د ولسمشرۍ پر دغه حکم بېلابېل غبرګونونه راوپارېدل او د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې دا خبره رد کړه، چې ګنې خاص اروزګان کې جګړه قومي ده.

عبدالله و ویل، دا جګړه قومي نه بلکې، د ولس پر وړاندې د طالبانو جګړه ده، چې طالبانو یې مسوولیت هم پر غاړه اخیستی او ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

تر دغه نیوکو وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د خاص اروزګان د جګړې په اړه د ولسمشر د حکم یو بل انځور په ټولنیزو رسنیو خپور کړی دی.

په مخکني مکتوب کې ویل شوي وو، چې د خاص اروزګان جګړه قومي ده او د حل له پاره یې یو پلاوی ټاکل شوی، خو د حکم دا بل انځور کې چې مرتضوي خپور کړی دغه برخه یې اصلاح شوې او ویل شوي، د اروزګان د پېښې د څېړلو له پاره یو پلاوی ټاکل شوی دی، خو د جګړې قومي والي ته یې اشاره نه ده کړې.

خو تر اوسه دا معلومه نه ده، چې لومړی حکم جعلي و او که یا هم ولسمشرۍ ماڼۍ خپل حکم اصلاح کړی دی.

باید و ویل شي، چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې جګړې دي، چې ولسي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي