عبدالله:

فراه کې د پوځ چورلکه ښايي د بې احتیاطۍ له امله غورځېدلې وي

14 عقرب 1397 ساعت 14:03

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، فراه ولایت کې د افغان پوځ چورلکه کېدای شي، د بې احتیاطۍ او بې پروايۍ له امله لوېدلې وي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، فراه ولایت کې د افغان پوځ چورلکه کېدای شي، د بې احتیاطۍ او بې پروايۍ له امله لوېدلې وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن دوشنبې د لړم ۱۴ مه د وزیرانو شورا په ناسته کې وکړې او ویې ویل، چې په چورلکه کې د ډېرو کسانو پر سفر ټینګار او د چورلکې ظرفیت ته نه پاملرنه د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او ژر په څرګنده شي، چې د پوځ چورلکه د بې احتیاطۍ له امله لوېدلې که څنګه.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي د تېرې شنبې په ورځ د ولسي جرګې په غونده کې و ویل، چې فراه کې د پوځ چورلکې د ډېرې سورلۍ او تخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې او تر اوسه په دې اړه پلټنې روانې دي.

باید و ویل شي، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د فراه ولایت په انار دره ولسوالۍ کې د افغان پوځ یوه چورلکه ولوېده، چې په کې د فراه ولایتي شورا د رییس فرید بختور، د شورا د غړې جمیلې امیني، د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مرستیال په ګډون ۲۷ تنه په کې و وژل شول.

دغه پېښه کې د وژل شویو کسانو جسدونه لا هم د طالبانو په لاس کې دي او ویل کېږي هغوی یې په بدل کې د کندهار پر امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د برید کوونکي جسد غوښتی دی.

خو نن په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې د فراه د ولایتي شورا د رییس په ګډون د ۱۱ تنو جسدونه خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 109938

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109938/

جمهور
  https://www.jomhornews.com