ولسي جرګه:

د علماو شورا باید د پاکستان بې سواده او مزدورو ملایانو ته کلک ځواب ورکړي

14 عقرب 1397 ساعت 14:33

د پاکستان د عالمانو شورا د رییس مولانا طاهر اشرفي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان ولسي جرګې د افغان دیني عالمانو پر شورا سختې نیوکې وکړې او ویې ویلي، چې د عالمانو شورا باید د پاکستان د ملایانو کلک ځواب ورکړي.


د پاکستان د عالمانو شورا د رییس مولانا طاهر اشرفي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان ولسي جرګې د افغان دیني عالمانو پر شورا سختې نیوکې وکړې او ویې ویلي، چې د عالمانو شورا باید د پاکستان د ملایانو کلک ځواب ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر او د حقانیه مدرسې د بنسټګر مولانا سمیع الحق تر وژل کېدو څو ساعته وروسته د پاکستان د عالمانو شورا رییس مولانا طاهر اشرفي و ویل، چې د مولانا سمیع الحق په وژل کېدو سره به د ده په وینا په افغانستان کې روان جهاد پای ته ونه رسېږي.

طاهر اشرفي د پاکستان له جیونیوز سره په مرکه کې و ویل«هغه کسان چې فکر کوي د مولانا صاحب سمیع الحق په وژل کېدو سره به په افغانستان کې جهاد پای ته ورسېږي یا به هم ټکی شي، غلت فکر کوي، په خدای ج قسم چې په افغانستان کې به جهاد نور هم شدید او تر هغې به دوام وکړي تر څو هلته یو باطل هم پاتې نه شي.»

د افغانستان ولسي جرګې د طاهر اشرفي پر دغه څرګندونې سخته نیوکه وکړه او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه او د جګړې اور ته لمن وهل وبلل.

د جرګې رییس عبدالروف ابراهمي د نن دوشنبې لړم ۱۴ مې په عمومي غونډ کې و ویل، چې د سمیع الحق تر وژل کېدو وروسته د طاهر اشرفي څرګندونې غیر مسولانه او لاسوهونکې دي.

د ولسي جرګې رییس د افغانستان د علمانو پر شورا غږ وکړ او په کلکه یې غوښتنه ترې وکړه، چې د پاکستاني ملایانو غیر مسولانه څرګندونو ته روښانه ځواب ورکړي.

د جرګې غړي احمد الله موحد د پاکستان د عالمانو شورا د رییس طاهر اشرفي د څرګندونو په غبرګون کې و ویل، چې په پاکستان کې د اسلام ستر لارښود حضرت محمد ص ته سپکاوی یو معمول ګرځېدلي، په دغه هېواد کې د فحشا خونې پرانستې دي، د پاکستان ملایان دا جرآت نه لري، چې په افغانستان کې جهاد اعلان کړي، خو دا چې د څارګرې ادارې آی اېس آی مزدوران دي، په افغانستان کې جګړه روا بولي.

نوموړي و ویل نه پوهېږي، چې د افغانستان د عالمانو شورا ولې د اشرفي پر دغه څرګندونو پټه خوله دي او د هغه ځواب نه ورکوي.

موحد زیاته کړه«ایا د افغانستان د عالمانو شورا د افغان ولس له درد او ورانی نه دي خبر، زه وړاندیز کوم چې دا شورا لغوه شي.»

په ورته وخت کې د جرګې یو بل غړي کمال ناصر اصولي و ویل« د پاکستان بې سواد او مزدو ملایان په افغانستان کې د جهاد اعلان کوي، خو تاسو ولیدل، چې د مولانا سمیع الحق د خوب له خونې د شرابو بوتلونه را وایستل شول او د پاکستان زیاتره ملایان دا کفري عمل تر سره کوي.»

ښاغلي اصولي زیاته کړه، چې د پاکستان ملایان د پاکستان د نظامي ګټو په خاطر په افغانستان کې جګړه روا بولي او ما ځینې اجنټان یې په افغانستان کې هم شتون لري، چې هغوی به هم یوه ورځ د پاکستان د څارګرې اداې له خوا و وژل شي، خو ورته ښه به دا وي، چې له خپل هېواد سره خیانت ونه کړي.

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم د افغانستان پر عالمانو شورا غږ وکړ، چې د بې سواده او مزدورو پاکستاني ملایانو څرګندونو ته کلک ځواب ورکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 


د مطلب کود: 109942

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109942/

جمهور
  https://www.jomhornews.com