۰

غزني کې ۱۳ امنیتي سرتېري وژل شوي دي

دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۶
سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښتو کې ۱۶ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې ۱۳ امنیتي سرتېري وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښتو کې ۱۶ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په قلعه کارېز سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

راپورونه وایي، د وسله والو طالبانو په برید کې ۱۳ امنتیي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي، چې په وژل شویو کې شپږ تنه ملي پولیس او ۷ د پوځ سرتېري دي.

چارواکي وایي، طالبانو دوه پوستې هم سوځولې او سیمه یې د څو ساعتونو له پاره په ولکه کې وه، چې د غزني د والي د ویاند محمد عارف نوري په وینا نن سهار سیمې ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي او سیمه یې بېرته په خپله ولکه کې اخیستې ده.

افغان چارواکي وایي، په جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو د تلفاتو د شمېر په اړه یې معلومات نه لري.

بل خوا طالبانو ویلي، چې دغه پوسته یې نیولې او ۱۶ افغان سرتېري یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي