غزني کې ۱۳ امنیتي سرتېري وژل شوي دي

14 عقرب 1397 ساعت 14:46

سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښتو کې ۱۶ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښتو کې ۱۶ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په قلعه کارېز سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

راپورونه وایي، د وسله والو طالبانو په برید کې ۱۳ امنتیي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي، چې په وژل شویو کې شپږ تنه ملي پولیس او ۷ د پوځ سرتېري دي.

چارواکي وایي، طالبانو دوه پوستې هم سوځولې او سیمه یې د څو ساعتونو له پاره په ولکه کې وه، چې د غزني د والي د ویاند محمد عارف نوري په وینا نن سهار سیمې ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي او سیمه یې بېرته په خپله ولکه کې اخیستې ده.

افغان چارواکي وایي، په جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو د تلفاتو د شمېر په اړه یې معلومات نه لري.

بل خوا طالبانو ویلي، چې دغه پوسته یې نیولې او ۱۶ افغان سرتېري یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 


د مطلب کود: 109944

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109944/

جمهور
  https://www.jomhornews.com