د افغانستان او چین تر منځ هوايي دهلیز پرانستل شو، د جلغوزو صادرات به پیل شي

15 عقرب 1397 ساعت 8:45

د افغانستان او چین تر منځ هوايي دهلیز په پرانستل کېدو سره به په لومړۍ جوپه کې د افغانستان جلغوزي چین ته صادر کړای شي.


د افغانستان او چین تر منځ هوايي دهلیز په پرانستل کېدو سره به په لومړۍ جوپه کې د افغانستان جلغوزي چین ته صادر کړای شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان او چین تر منځ د شوې هوکړې له مخې ټاکل شوې، هوايي دهلیز نن سه شنبې د لړم ۱۵ مه پرانستل شو.

ولسمشر محمد اشرف غني د دغه هوايي دهلیز په رسمي پرانسته کې و ویل، چې زموږ پټه خزانه نن په ملي بډاینه بدلېږي او په همدې خاطر به سر له ننه هر کال د لړم پنځلسمه د جلغوزو ملي محصولاتو له ورځې لمانځنه کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د هر ملي برخې بډاینې پرمختګ ګډې همکارۍ ته اړتیا لري او د همدې همکاریو پایله وه، چې د افغانستان او چین تر منځ د جلغوزو د صادراتو له پاره هوايي دهلیز پرانستل شو.

ولسمشر وايي، ترخي حقیقت خو دا دی، چې تر دې وړاندې د افغانستان زیاتره جلغوزي د نورو هېوادونو په نوم بهر ته صادرېدل، خو وروسته له دې به د افغانستان په نوم صادرېږي.

ښاغلي غني و ویل«بهرنیو مرستو موږ ټنبل روږدي کړي یو، د نړۍ هېڅ یو هېواد هم په بهرنیو مرستو پر خپلو پښو نه دی درېدلی، موږ باید پر خپلو سرچینو پانګونه وکړو، زموږ هر قلم تولیدات باید په یوه ارزښت بدل شي.»

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، چې د افغانستان جلغوزو او پستې ته باید د یوې ملي پانګې په توګه وکتل شي او د هغو معیاري صادراتو او بسته بندۍ ته ځانګړې پاملرنه وشي.

په دغه مراسمو کې افغانستان کې د چین شاژدافیر د افغانستان او چین تر منځ د هوايي دهلیز پرانستل د افغانستان د صادراتو له پاره مهم ګام وباله او ویې ویل، چې په دې ډول به د چین خلک هم په ارزانه بیه کیفیت لرونکي توکي تر لاسه کوي.

د هغه په وینا دا ډول هوايي لار د افغانستان او چین تر منځ د اړیکو د نېږدې کېدو یو بل نوی پړاو دی، چې ورسره به د افغانستان د وچو او تازه میو صادرات هم ډېر شي.

باید و ویل شي، چې له د دغه هلیز له لارې به نن د جلغوزو لومړی چوپه چین ته ولېږل شي او تر دې وروسته به هره ورځ نېږدې ۲۰ ټنه جلغوزه چین ته صادرېږي.

په ټولیز ټول به د دغه هوايي دهلیز له لارې ۳ زره ټنه جلغوزه چین ته صادر شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109954

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109954/

جمهور
  https://www.jomhornews.com