کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په ننګرهار ولایت کې یو تن له لسګونه میله وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې د لړم ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کس پرون د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د غازي امان الله خان په ښار ګوټي کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې له یاد کس څخه ۳۱ میله تومانچې، ۱۰۵۰ فیره مرمۍ او یو کرولا موټر نیول شوي، چې دا مهال په امنیه قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دی.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې نیول شوي کس له وسله والو ډلو سره اړیکه درلوده او که څنګه او نه هم دا معلومه ده، چې دغه کس وسلې او مهمات چېرته لېږدول.
جمهورخبري آژانس:کابل