ایران د افغانستان د سولې پروسه کې همکارۍ ته چمتوالی ښودلی

15 عقرب 1397 ساعت 9:14

ایراني چارواکي وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغانانو په مشرۍ د افغان سولې پروسه کې همکاري وکړي.


ایراني چارواکي وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغانانو په مشرۍ د افغان سولې پروسه کې همکاري وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د افغانستان د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي سره کتنه کې کړې دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا رییس او ورسره پلاوی پرون دوشنبې د لړم ۱۴ مه ایران ته ولاړ او هلته یې له ایراني چارواکو سره د افغانستان او سیمې په اړه په ځینو موضوعاتو خبرې کړې دي.

ښاغلي خلیلي له ایراني چارواکو سره خبرو کې ویلي، چې د افغان سولې په برخه کې د سیمې هېوادونو په تېره بیا د ایران همکاري خورا مهمه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د سولې څخه د سیمې د هېوادونو ملاتړ به د دې سبب شي، چې په سیمه کې ترهګري ختمه او ترهګر خپل ملاتړي له لاسه ورکړي.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، چې د افغانستان ستونزه یوازې د سیاسي مذاکراتو پر مټ حل کېدای شي.

نوموړي زیاته کړې دمګړی په افغانستان کې دداعش ډلې فعالیتونه او ځینې نورې ترهګرې ډلې نه یوازې دغه هېواد بلکې ټولې سیمې ته د خطر زنګ دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې ایران د افغانستان ملاتړی او چمتو دی، چې د افغان سولې پروسې په اسانه کولو او دغه هېواد ته د ثبات په راوستلو کې همکاري او مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109958

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/109958/

جمهور
  http://jomhornews.com