ټاکل شوې افغان او پاکستاني چارواکي به نن په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې او بحثونه وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستني رسنیو ویلي په دغه ناسته کې به له پاکستان د افغان کډوالو پر وتلو او په دغه هېواد کې د کډوالو اوسنی وضعیت خبرې وشي.
ديپلوماتیکو سرچینو رسنیو ته ویلي چې دغه خبرې د سولې لپاره د پاکستان-افغانستان د ګډ عمل پلان پر بنسټ ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وايي، دمګړی په پاکستان کې ۱,۴ میلیونه ثبت او راجستر شوي کډوال شته دي.
د دې تر څنګ داسې کډوال هم شته دي چې ثبت او راجستر شوي نه دي او نه هم د اوسېدو ځانګړي کارتونه لري.
پاکستاني رسنیو زیاته کړې، چې افغان او پاکستانی چارواکي به د دواړو کټه ګوریو د کډوالو په اړه خبرې وکړي.
پاکستاني حکومت څه موده وړاندې پرېکړه وکړه چې په پاکستان کې یې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه د راتلونکي کال د جون تر ۳۰مې پورې غځولې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل