د ناټو سر منشي په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی

15 عقرب 1397 ساعت 9:42

د ناټو سازمان سرمنشي یینز سټولټنبرګ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی او ټاکل شوې له افغان چارواکو سره وګوري.


د ناټو سازمان سرمنشي یینز سټولټنبرګ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی او ټاکل شوې له افغان چارواکو سره وګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ نن سه شنبې د لړم ۱۵ مه کابل ته رسېدلی او ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، تر غرمې وروسته به له ولسمشر غني سره لیدنه ولري.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شي، چې له ولسمشر غني سره تر لېدنې وروسته به دواړه یوې ګډې خبري غونډې ته وینا هم وکړي.

دغه راز په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې سټولټنبرګ به د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او ځینو نورو چارواکو او سیاسیونو سره هم وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 109962

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109962/

جمهور
  https://www.jomhornews.com