شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان کمانډو ځواکونه توانېدلي، چې په بغلان ولایت کې د طالبانو تر ټولو مهم مرکز ونیسي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن سه شنبې د لړم ۱۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې کمانډو ځواکونو تېره شپه د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې دغه مرکز نیولی دی.
سرچینه زیاتوي، د بغلان جوی ناوه سیمه، چې د وسله والو طالبانو تر ټولو مهم مرکز وو افغان کمانډو ځواکونو لاندې کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د عملیاتو پر مهال دوه وسله وال طالبان وژل شوي، درې ټپیان او دغه مرکز یې د کمانډو سرتېرو له خوا تلاشي شوی دی.
خبرپاڼه دا هم زیاتويو چې له دغه مرکز څخه ۳۶ کړۍ ماینونه، ۳ درې د ماینونو ډېپوګانې، ۸ فیره د هاوان مرمۍ، ۱۲ فیره د راکټ مرمۍ، ۳۵ کړۍ نارنجک بمونه، ۱۲ چاڼټې، ۴ عرادې موټر سایکلونه، ۱۲ جوړې پوځي لباس، او درې عرادې رنجر موټر د کمانډو ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
مقامهای ارتش در زون شمال و شمال شرق کشور میگویند که نیروهای کماندو توانستهاند که کنترول اساسیترین مرکز طالبان در بغلان را به دست بگیرند.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، د عملیاتو په ترڅ کې پنځه کلي او د جوی ناوه سیمه چې د طالبانو تر ټولو غښتلی مرکز و پاک شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:شمال