فراه کې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او کنډک یې طالبانو نیولی

15 عقرب 1397 ساعت 12:42

فراه ولایت کې وسله والو طالبانو د سرحدي پولیسو په یوه کنډک برید کړی، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه کنډک هم طالبانو نیولي دی.


فراه ولایت کې وسله والو طالبانو د سرحدي پولیسو په یوه کنډک برید کړی، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه کنډک هم طالبانو نیولي دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، طالبانو تېره شپه (د لړم ۱۴مه) د فراه ولایت پشت کوه ولسوالۍ کې د افغان سرحدي پولیسو په یوه کنډک برید وکړ.

په جګړه کې د وژل شویو افغان سرحدي پولیسو د شمېر په اړه ضد او نقیض راپورنه دي، خو د کنډک د سقوط موضوع چارواکو هم تاييد کړې.

په ولسي جرګه کې د فراه استازي دادالله قانع ویلي، د سرحدي پولیسو په کنډک د طالبانو په برید کې د کنډک رییس ارکان په ګډون لږ تر لږه ۲۰ پولیس وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه کنډک کې تر پنځوس پورې سرحدي پولیس و، چې یوازې درې تنو یې په سیمه کې د ملي اردو یوه مرکز ته ځانونه رسولي، خو دا چې پاتې نور ۲۷ سرتېري چېرته دي په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

په ورته وخت فراه کې د افغان پوځ د لوا یواند نورالحق خالقي هم ویلي، چې طالبانو تر څو ساعته جګړې وروسته د سرحدي پولیسو یو کنډک نیولی دی.

نوموړي تاییدوي، چې په جګړه کې د کنډک د رییس ارکان په ګډون یو شمېر پولیس وژل شوي، خو دا چې له کنډک سره تلېفوني اړیکه پرې شوې د تلفاتو دقیق شمېره نه لري.

بل خوا وسله والو طالبانو هم د دغه کنډک د نیولو تر څنګ د ۲۰ سرتېرو د وژل کېدو او پنځو نورو د نیولو پخلی کړی دی.

په دغه جګړه کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه افغان چارواکو او خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 


د مطلب کود: 109968

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109968/

جمهور
  https://www.jomhornews.com