مک کمېټه:

د ولسي جرګې ځینې غړي او زورواکي د پوهنې په چارو کې لاسوهنه کوي

15 عقرب 1397 ساعت 13:39

فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې کمېټه یا مک وايي، د ولسي جرګې یو شمېر غړي او زرواکي د پوهنې په چارو کې لاسوهنه کوي او د معارف مسلکي کارونه یې له خنډ سره مخ کړي دي.


فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې کمېټه یا مک وايي، د ولسي جرګې یو شمېر غړي او زرواکي د پوهنې په چارو کې لاسوهنه کوي او د معارف مسلکي کارونه یې له خنډ سره مخ کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه کمېټې مسوولینو نن سه شنبې د لړم ۱۵ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې د معارف د مسلکي کار پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ همدا د ولسي جرګې یو شمېر غړي او زورواکي دي.

دوی د معارف په برخه کې د خپلو څېړنو او ارزونو د دوهم پړاو معلوماتو خپرولو پر مهال زیاته کړې، چې د معارف په برخه کې یې د لومړي پړاو وړاندیزونه او غوښتې نه دي پلې شوې.

د مک کمېټې د دارالانشا رییس میوند روحاني و ویل په تېرو دریو میاشتو کې د دوی د کمېټې له خوا پوهنې وزارت ته د ۱۱۳ وړاندیزونو ورکړل شویو وړاندیزونو څخه یوازې ۱۴ هغه یې عملي شوي دي.

که څه هم نوموړي د فساد سره د مبارزې په برخه کې د پوهنې وزارت د رهبرۍ ستانیه او پر دې یې اعتراف وکړ، چې په دغه وزارت کې د فساد سره د مبارزې سیاسي اراده شته، خو زیاته یې کړه هغه کړنلارې او پلانونه چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې تر لاس لاندې نیول شوي، په ځینو سیمو کې له عملي کېدو پاتې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې پوهنې وزارت کې د ښوونکو او موقت کارکوونکو د استخدام پروسه، وروسته له هغه چې اداري اصلاحاتو کمېسیون ته سپارل شوې له فساده ډکه وبلله، او ویې ویل، چې په دې برخه کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي او سیمه ییز زورواکي مداخله کوي.

د هغه په وینا د معارف په ځينو ولایتي ادارو کې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو او ځايي زورواکو لاسوهنې د مسلکی کار پر وړاندې لویه ننګونه او د فساد غومبۍ وبلله، چې پوهنې وزارت تر اوسه په مخنوي کې پاتې راغلی دی.

په ورته وخت کې د یادې کمېټې یو څېړونکي حسین رضايي، د پوهنې وزارت د کارکوونکو د مکافات او مجازات پروسه، د ښوونکو د تقاعد او د هغې د اسنادو ارزونې پروسه هغه څه یاد کړل، چې تر ډېره په کې فساد ته لار هواره شوې ده.

نوموړي و ویل، چې د یوه منظم او ډېجټلي ډېټابېس نشتوالی هغه څه دي، چې د ښوونکو د تقاعد پروسه یې له ستونزو سره مخ کړې او فساد ته په کې لار هوارېږي.

دی وایي، د همدې ستونزې له امله ډېری وخت د ښوونکو د تقاعد اسناد له طی مراحل څخه پاتې او یا هم د وخت په تېرېدو سره ورک شوي وي.

هغه دا هم زیاته کړه، چې د ډېټابېس د نشتوالي له امله هغه ښوونکي، چې پنځه کاله وړاندې باید تقاعد شوی وايي اوس هم خپلو دندو ته ادامه ورکوي.

د مک کمېټه وایي، دا مهال د ښوونکو کموالی، د هغوی د ظرفیت ټیټوالی، د ښوونځیو د ودانیو کمښت، او د زده کوونکو له پاره د کافي تعلمي نصاب نشتوالی هغه ستونزې یادې کړې، چې پوهنې وزارت ورسره مخ دی.

دغه ادارې ټینګار وکړ، چې د پورته یادو شویو ستونزو د لرې کولو له پاره د کافي بودېجې د نشتوالي له امله اقدامات نه دی تر سره شوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 


د مطلب کود: 109974

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109974/

جمهور
  https://www.jomhornews.com