۰
امرالله صالح:

د ولسي جرګې راتلونکي غړي د ارګ له خوا ټاکل کېږي

سی شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۸
د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي، کره معلومات یې تر لاسه کړي، چې د ولسي جرګې راتلونکي غړي د ارګ له خوا ټاکل کېږي.
د ولسي جرګې راتلونکي غړي د ارګ له خوا ټاکل کېږي
د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي، کره معلومات یې تر لاسه کړي، چې د ولسي جرګې راتلونکي غړي د ارګ له خوا ټاکل کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امرالله صالح پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، له څو سرچینو یې کره معلومات تر لاسه کړي، چې ښيي، ولسمشر ته نېږدې کسان د ولسي جرګې له یو شمېر نوماندانو سره اړیکو کې ویلي، چې د ټاکنو پایلې دوی ټاکي.

د ښاغلي صالح په خبره د ولسمشر د دفتر رییس سلام رحیمي او د ښاغلي غني دستیار ډاکتر فضلي د ولسي جرګې له یو شمېر نوماندانو څخه غوښتي، چې د بریالیتوب له پاره په وزیراکبرخان سیمه کې د دوی دفتر ته ورشي.

ده ویلي«له څو سرچینو کره معلومات لرم، چې سلام رحیمي او ډاکتر فضلي ځینو نوماندنو ته تلېفونونه کړي او هغوی ته یې ویلي، چې اصلي پرېکړه موږ کو، که چېرته غواړی وکیلان شی نو وزیراکبرخان سیمه کې زموږ دفتر ته راشۍ.»

د ملي امنیت پخواني رییس ټینګار کړی چې تر اوسه یې له یو شمېر متزلزله کسانو سره چې د ده په وینا د وکلات له پاره غواړي هره دروازه وروټکوي او په هر ډول توهین او ذلت سره چوکۍ تر لاسه کړی ملاقاتونه کړي دي.

نوموړي غږ کړی، چې دغه ډول شرمونکي او د ټاکنو په چارو کې مستقیمه سیاسي مداخله باید ودرول شي، ځکه د کمېسیون باور او د هغوی پرېکړه به بې حیثیته او لکه داره کړي.

صالح دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې پرون د ولسي جرګې یوه غړي محمد موسی جناب هم ادعا کړې وه، چې شهزاده سرای کې د ولسي جرګې د راتلونکو څوکیو پېر او پلور تر سره کېږي.

جناب ویلي و، چې د ځینو نوماندانو او ټاکنو کمېسیون د غړو تر منځ اړیکې او معاملې د کابل ښار په شهزاده سرای کې پارلمان ته په غیر قانوني ډول د داخلېدو پر سر کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنیزو کمېسیونو چارواکو وړاندې رسنیو ته ویلي، چې هېڅوک د دوی استازتوب نه شي کولای او له خلکو یې وغوښتل، چې د دې ډول خلکو په رسوا کولو او عدلي ارګانونو ته په سپارولو کې مرسته وکړي.

دغه کمېسیون د پيسو د معاملو د رد تر څنګ پر نوماندانو غږ وکړ، چې د دې ډول کسانو له خوا دوکه نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
  
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي