۰

آلیس ویلز د افغان سولې خبرو لپاره اسلام آباد ته رسېدلې ده

سی شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۵
د افغان سولې د خبرو اترو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال آلیس ویلز اسلام آباد ته رسېدلې ده.
آلیس ویلز د افغان سولې خبرو لپاره اسلام آباد ته رسېدلې ده
د افغان سولې د خبرو اترو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال آلیس ویلز اسلام آباد ته رسېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر فیصل پر خپل ټوټېر لیکلي، چې مېرمن ویلز نن سه شنبې لړم ۱۵ مه اسلام آباد ته رسېدلي.

نوموړي زیاته کړې، چې د سوېلي او منځني اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت به د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او د اقتصاد له وزير اسد عمر سره جلا جلا وګوري.

په ورته وخت کې ویل کېږی، چې مېرمن ويلز به دپاکستان له لومړي وزير عمران خان او د پوځ له مشر جنرال باجوه سره هم وګوري.

باید و ویل شي، چې اسلام اباد ته تر سفر مخکې مېرمن ويلز په کابل کې له ولسمشر اشرف غني، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت شورا سلاکا حمدالله محب، د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال ادريس زمان او يو شمېر سياسيونو سره د افغان سولې په اړه تفصيلي خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي