امریکا وایي، چابهار بندر له بندیزونو مستثنی دی

16 عقرب 1397 ساعت 8:00

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، په ایران کې د هند پرمختیايي پروزه د چابهار بندر له بندیزونو مستثنی دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، په ایران کې د هند پرمختیايي پروزه د چابهار بندر له بندیزونو مستثنی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو ویلي، پر چابهار بندر له نه بندیز څخه یې هدف دا دی، چې د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وشي او دا بندر به لا پراخه شي.

پميیو رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې زیاته کړې، چې دغه فعالیتونه د افغانستان د پرمختګ او دغه هېواد ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې اړین دي.

په ورته وخت کې دا هم ویل کېږي، له چابهاره افغانستان ته د رېل پټلۍ غځولو پروزه هم له دغه بندیزونو مستثنی ده.

باید و ویل شي، چې امریکا دوه ورځې وړاندې د ایران پر تېلو او ګازو بندیزونه ولګول او له دغه بندیزونو سره دا اندېښنه زیات وه، چې پر چابهار بندر به هم ناوړه اغېزه وکړي.

خو افغان چارواکو له وړاندې ډاډ ورکړی و، چې له امریکا سره د چابهار بندر په اړه خبرې روانې دي تر څو د بندیزونو له اغېز څخه وساتي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109994

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109994/

جمهور
  https://www.jomhornews.com