ولسمشر غني د ابو نه مدیریت یو لوی ناورین وباله

16 عقرب 1397 ساعت 9:33

افغان ولسمشر د اوبو نه مدیریت یوه لویه فاجعه او ناورین وباله او له لمریزې او بادي برېښنا پر مټ یې د اوبو څخه په ګټې اخیستنې ټینګارو کړ.


افغان ولسمشر د اوبو نه مدیریت یوه لویه فاجعه او ناورین وباله او له لمریزې او بادي برېښنا پر مټ یې د اوبو څخه په ګټې اخیستنې ټینګارو کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون سه شبنې د لړم ۱۵ مه ماښام په ارګ کې د نړیوال اقلیم د تغیز اوونۍ په مراسمو کې وکړې او ټنګار یې وکړ، چې په نېږدې راتلونکې کې به د آبي برېښنا په پرتله د لمریزې برېښنا بیه راټیټه شي.

په دغه مراسمو کې لومړی د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې رییس شاه زمان میوند و ویل، چې د اقلیم بدلون په نړیواله کچه یوه لویه ستونزه ده او افغانستان هم د هغو له خنډونو او زیانونو سره لاس او ګرېوان دی.

نوموړي و ویل، چې د اقلیم له تغیر سره مبارزه یوازې د دوی د ادارې کار نه بلکې د ټولو ادارو، بنسټونو او خلکو مسوولیت دی.

میوندي د حکومت پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې که خپله په دې مبارزه کې برخه نه اخلي، نو د حکومت د هغه کارونو پر وړاندې دې د خنډونه نه جوړوي، چې غواړي د چاپېریال ساتنې له پاره ځینې پروژې پلې کړي.

په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې پوهنځي یوه ځوان زده کړیال له چارواکو د مسوولو کسانو په توګه وغوښتل، چې د چاپېریال ساتنې او نورو برخو کې له ځوانو ظرفیتونو کار واخلي.

په دې مراسمو کې ولسمشر غني له طبعي پانګې ګټه اخیستنه او په دې برخه کې زده کړې د اقلیم په بدلون کې خورا مهمې وبللې او ویې ویل، چې یوازې د معلوماتو لېږدل مسوولیت نه دی، بلکې هر کس باید په دې برخه کې ځان مسوول وګڼي.

ښاغلي غني د چاپېریال ساتنې په برخه کې د اوبو نه مدیریت یوه لویه فاجعه او ناورین وباله او له لمریزې او بادي برېښنا پر مټ یې د اوبو څخه په ګټې اخیستنې ټینګارو کړ.

دغه راز ولسمشر غني د ځنګلونو مدیریت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې ځنګلونه د افغانستان ملي پانګه ده او موږ باید د دغه ملي پانګو تر منځ ځنځیري ارزښت رامنځ ته کړو.

ولسمشر و ویل، چې نوې طبعي سرچینې شتون لري خو له هغو څخه ګټه اخیستنې له پاید په بهر کې مېشتو افغانانو او نړیوالو پوهنتونونو سره اړیکې باید رمنځ ته شي، او دغه راز ځوان نسل باید د طبعیت له پاره کار وکړي نه د هغه پر ضد.
 
ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې تر هغه چې سیالي ونه کړو څوک نغدې پیسې نه راکوي او نه هم له پانګونې او نړیوالې پانګونې کې له سیالۍ پرته افغانستان پر خپلو پښو درېدای شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د اقلیم بدلون سره د مبارزې په برخه کې باید لنډمهالې، منځمهالې او اوږد مهاله نظریات او لیدنې ترتیب او بېلابېلې ادارې په دې برخه کې همږي رامنځ ته کړي.

د ولسمشر غني په وینا د اقلیم تغیر پوله نه پېژني او د هغو د مخنیوي له پاره باید نوې شبکې رامنځ او له طبعي سرچینو د ګټې اخیستنې کړنلارې باید په اساسي ډول بدلون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 110000

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110000/

جمهور
  https://www.jomhornews.com