محمد اکرم خپلواک هم له خپلې دندې لاس په سر شو

16 عقرب 1397 ساعت 10:53

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارلانشاء رئیس او د ولسمشر سیاسي سلاکار محمد اکرم خپلواک هم له خپلې دندې استعفا وکړه.


د افغانستان د سولې عالي شورا د دارلانشاء رئیس او د ولسمشر سیاسي سلاکار محمد اکرم خپلواک هم له خپلې دندې استعفا وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خپلواک پر خپل رسمي ټوېټر لیکلي، چې نن چهارشنبې د لړم ۱۶ مه یې د کابینې په غونډه کې له خپلې دندې څخه استعفا وکړه.

نوموړي په خپل استعفا لیک کې له ولسمشر مننه کړې، چې پر ده یې باور کړی و او اوس یې د ده استعفا منلې ده.

خپلواک ویلي« نن مې د کابینې په غونډه کې له خپلو رسمي دندو څخه رسماً استعفا ورکړه، له جلالتماب جمهور رئیس څخه له زړه مننه کوم چې زما استعفا یې ومنله، له رسمي ماموریت ور اخوا زما تعهد او ملاتړ به د سولې په شمول په ټولو ملي برنامو کې له ولسمشر سره د تل په څېر وي.»

خپلواک د خپلې استعفا لامل نه دی په ګوته کړی.

باید و ویل شي دا په تېرو څو میاشتو کې د افغان حکومت څوم لوړ پوړی چارواکی دی، چې له خپلې دندې لاس په سر کېږي.

تر دې وړاندې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د ښار جووړنې وزیر سید سعادت منصور نادري، د ملي امنیت شورا سلاکا محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت شورا سلاکار حکمت نورزي، د ملي امنیت شورا د دفتر رییس تواب غورځنګ، افغانستان کې د هند سفر شیدا محمد ابدالي خپلې دندې پرېښې دي.

خو د سولې د عالي شورا د دارلانشاء رئیس محمد اکرم خپلواک پر داسې مهال له خپلې دندې استعفا کوي، چې له یوې خوا د راتلونکې جمعې په ورځ مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونده کېدونکې ده او ټاکل شوې دغه غونډې ته د سولې عالي شورا پلاوی هم ورشي او له بلې خوا د افغان سولې په تړاو د امریکا هڅې هم ګړندۍ شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 110004

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110004/

جمهور
  https://www.jomhornews.com