۰
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ:

د ولسي جرګې د څوکیو د پېر او پلور ادعاوې د په جدي توګه وڅېړل شي

چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۴
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وايي، عدلي او قضايي ارګانونه باید هغه ادعاوې په جدي توګه وڅېړي، چې د ولسي جرګې د راتلونکو څوکیو د پېر او پلور په اړه کېږي.
د ولسي جرګې د څوکیو د پېر او پلور ادعاوې د په جدي توګه وڅېړل شي
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وايي، عدلي او قضايي ارګانونه باید هغه ادعاوې په جدي توګه وڅېړي، چې د ولسي جرګې د راتلونکو څوکیو د پېر او پلور په اړه کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح پر خپله فسبوک پاڼه ادعا کړې وه، چې د ولسي جرګې راتلونکي استازي په ارګ کې ټاکل کېږي.

هغه ویلي و د ولسمشر د دفتر رییس سلام رحیمي او د ولسمشر دستیار ډاکتر فضلي د ولسي جرګې له ځينو نوماندانو سره اړیکه نیولې او هغوی ته یې ویلي، چې وزیر اکبر خان سیمه کې د دوی دفتر ته ورشي.

صالح زیاته کړې وه، «له څو سرچینو کره معلومات لرم، چې سلام رحیمي او ډاکتر فضلي ځینو نوماندنو ته تلېفونونه کړي او هغوی ته یې ویلي، چې اصلي پرېکړه موږ کو، که چېرته غواړی وکیلان شی نو وزیراکبرخان سیمه کې زموږ دفتر ته راشۍ.»

د ملي امنیت پخواني رییس ټینګار کړی چې تر اوسه یې له یو شمېر متزلزله کسانو سره چې د ده په وینا د وکلات له پاره غواړي هره دروازه وروټکوي او په هر ډول توهین او ذلت سره چوکۍ تر لاسه کړی ملاقاتونه کړي دي.

نوموړي غږ کړی، چې دغه ډول شرمونکي او د ټاکنو په چارو کې مستقیمه سیاسي مداخله باید ودرول شي، ځکه د کمېسیون باور او د هغوی پرېکړه به بې حیثیته او لکه داره کړي.

صالح دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې وړمه ورځ د ولسي جرګې یوه غړي محمد موسی جناب هم ادعا کړې وه، چې شهزاده سرای کې د ولسي جرګې د راتلونکو څوکیو پېر او پلور تر سره کېږي.

جناب ویلي و، چې د ځینو نوماندانو او ټاکنو کمېسیون د غړو تر منځ اړیکې او معاملې د کابل ښار په شهزاده سرای کې پارلمان ته په غیر قانوني ډول د داخلېدو پر سر کېږي.

د ټاکنو د څار بنسټونه وایي، دغه څه چې ویل کېږی، د ولسي جرګې راتلونکې څوکۍ پېر او پلورل کېږي، د عدلي او قضايي ارګانونو جدي څېړنې ته اړتیا لري.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دوی وړاندې هم په ټاکنیزه پروسه کې د فساد وړاندوینه کړې وه او اوس هم په دې برخه کې جدي اندېښنه لري.

نوموړی وایي، که څه هم دوی تر اوسه په دې اړه کره معلومات نه لري، چې او نه هم کوم نوماند ورته ویلي، چې له دوی کوم ادرس پیسې غوښتې، خو وایي دغه موضوع باید د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا جدي وڅېړل شي، چې حقیقت لري که نه.

د فیفا اجرائیوي رییس پر لوی څارنوالی غږ وکړ، چې دغه موضوع جدي ونیسي، پلټنې وکړي او د حقیقت او نه حقیقت په اړه یې ولس ته ډاډ ورکړي.

یوسف رشید وایي، که دا ډول څرګندونې واقعیت ولري نو دا په یوه ملي پروسه کې د حکومت بې شرمانه مداخله ده او که چېرته دا کار کېږي، نو بیا پر ټاکنو دې دومره لګښتونو او ستونزو ته اړتیا نشته، او پرته له کوم جنجاله دې د ولسي جرګې څوکۍ سره و وېشي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي