د ټوټاپ ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي پر لېږد د پانګونې هوکړه وشوه

16 عقرب 1397 ساعت 12:28

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ټاپ ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي پر لېږد د پانګوونکي هوګړه لیک د افغان حکومت او یوه ترکي شرکت تر منځ لاسلیک شو.


ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دټاپ ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي پر لېږد د پانګوونکي هوګړه لیک د افغان حکومت او یوه ترکي شرکت تر منځ لاسلیک شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د خبر له مخې د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه تړون نن چهارشنبې د لړم ۱۶ مه په دلکشا ماڼۍ کې لاسلیک شو.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ولسمشرغني او لوړ پوړو چارواکو په حضور کې د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت او چالیکهولدېنګ ترکي شرکت ترمنځ پر دغه پروژې د پانګونې تړون لاسلیک شو.

سرچینه وایي، دا هوکړه چې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان درې اړخیزې تفاهمنامې په اساس لاسلیک شوې، له تورغونډۍ بندر نه تر سپین بولدک پورې ۷۵۰ کیلومتره د افغانستان په خاوره کې تېرېږي.

په خبرپانه کې راغلي، چې د افغانستان له پاره د مزي ظرفیت زر میګا واټه اټکل شوی دی، چې په دری کلونو کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ویل کېږی، چې له دې لارې به ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا پاکستان ته ولېږدول شي.

پر دې سربېره به د هېواد دننه له ۱۰۰۰میګاواټه برېښنا نه د استفادې تر څنګ افغانستان، پاکستان ته د برېښنا له ترانزیټ څخه شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر ګټه هم تر لاسه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 110009

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110009/

جمهور
  https://www.jomhornews.com