له لوګره ولسي جرګې ته ځینې نوماندان!

لوګر کې تر اوسه د ولسي جرګې له پاره ټاکنې روانې دي

16 عقرب 1397 ساعت 12:51

له لوګر ولایت ولسي جرګې ته یو شمېر نوماندان وايي، په دغه ولایت کې تر اوسه پورې د ولسي جرګې له پاره ټاکنې دوام لري.


له لوګر ولایت ولسي جرګې ته یو شمېر نوماندان وايي، په دغه ولایت کې تر اوسه پورې د ولسي جرګې له پاره ټاکنې دوام لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نوماندانو ویل، چې تر اوسه پورې د لوګر په ټاکنیزو مرکزونو کې د نوماندانو رایې زیاتې او کمې کېږي.

دغه نوماندانو چې نن چهارشنبې د لړم ۱۶ مه کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې د لوګر د ټاکنو د سیمه ییز کمېسیون چارواکي په ټاکنو کې په نه بې پرېتوب تورن کړل او ویل یې، چې په دغه ولایت کې لا هم د ولسي جرګې له پاره ټاکنې جریان لري او د نوماندانو رایې زیاتې او کموي.

له لوګر ولسي جرګې ته له دغه نوماندانو یو تن  نصرت الله وفا و ویل«هغه ټاکنې چې د قانون له مخې باید په یوه ورځ کې تر سره شي، په لوګر ولایت کې سره له دې چې د یوې بلې ورځې پاره هم تمدید شوې، تر اوسه پورې دوام لري.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې اوس هم په لوګر کې د ټاکنو په مرکزونو کې د ځینو نوماندانو په پلوی صندوقونه ډکېږي او د هغه نوماندانو رایې، چې وړاندې په ټاکنیزو مرکزونو کې اعلان شوې وې، په کې کمښت او زیاتوالی راوستل کېږي.

وفا په دې برخه کې د کمېسیون ځايي کارکوونکي او سیمه ییز زورواکي په لاس لرلو تورن کړل، چې په ټاکنو کې په پراخه توګه درغلي کوي او باید د لوګر د ټاکنو په اړه له سره جدي پلټنې وشي.

 یو بلې نوماندې نور ضیا یوسفزي چرخي، سره له د چې په لوګر کې یې تر اوسه د ټاکنو د دوام پر خبره ټینګار کولو و ویل، د لوګر نوماندانو ته هغه رایې د باور وړ نه دي، چې له بایومتریک پرته تر سره شوې وي.

نوموړې زیاته کړه، چې د لوګر په ټاکنو کې په پراخه کچه درغلي او فساد شوی او ځینو زورواکانو د طالبانو په مرسته ځینې سیمې په قصدي توګه بې امنیت کړې او په درغلۍ یې صندقونه له رایو ډک کړي دي.

مېرمن چرخي و ویل، که چېرې کمېسیون په دې اړه جدي پلټنې ونه کړي او د بایومتریک پر بنسټ سپینې رایې له تورو هغو بلې نه کړي، د لوګر ټاکنې د لوګر نوماندانو ته د منلو وړ نه دي او نه هم مشروعیت لري.

بل خوا یو بل نوماند محمد رحیم امین و ویل، چې په قصدي ډول د لوګر د ټاکنو له پاره داسې کسان په دندو ګمارل شوي و، چې د زورواکو تر اغېز لاندې و او د ځانګړو نوماندانو په ګټه یې صندوقونه له رایو ډک کړي دي.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 


د مطلب کود: 110012

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110012/

جمهور
  https://www.jomhornews.com