جنرال عبدالرازق ته د افغانستان د دفاع اتل شهید لقب ورکړل شو

16 عقرب 1397 ساعت 14:24

ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم پر اساس د کندهار وژل شوي امنیه قوماندان جنرال عبدالرراق ته د افغانستان د دفاع اتل شید لقب ورکړ.


ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم پر اساس د کندهار وژل شوي امنیه قوماندان جنرال عبدالرراق ته د افغانستان د دفاع اتل شید لقب ورکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشر په حکم کې راغلي، چې د کندهار د امنیې پخوانی قوماندان شهید ستر جنرال عبدالرازق د محمد خان زوی د کندهار ولایت او د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د هېواد پالنې په لوړه روحیه د دښمنانو او ترهګرو پر وړاندې مبارزه کړې ده.

په دغه حکم کې دغه راز راغلي، چې اتل شهید جنرال عبدالرازق له هېواد او هېوادوالو د دفاع او سولې د تامینولو په لار کې هر اړخیزه هڅې او هلې ځلې کړې او خپله ورسپارل شوې دنده یې په مېړانې، سرښندنې او ریښتینولۍ تر سره کړې ده.

په حکم کې ویل شوي، چې نوموړي د ۱۳۹۷ کال د تلې میاشتې په ۲۶ مه نېټه د کندهار ولایت مقام د ودانۍ په انګړ کې په یوه ترهګر برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په حکم کې د ولسمشر له قوله ویل شوي، چې هېواد او خلکو ته د خدمت په لار کې د شهید سترپاسوال عبدالرازق د غوره او قدر وړ خدمتونو، زړورتیا، سرښندنې او مېړانۍ د قدردانۍ په موخه د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مې مادې د ۱۹ مې فقرې سره سم نوموړي ته د (افغانستان د دفاع د اتل شهید لقب) ورکړه منظوروم.

دغه راز د ولسمشر په حکم کې کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د کندهار د ملي پولیسو روزنیز مرکز هم د افغانستان د دفاع د اتل شید سترپاسوال عبدالرازق په نوم ونوموي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110022

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110022/

جمهور
  https://www.jomhornews.com