د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سولې په برخه کې د پاکستان هڅې نمایشي دي او تر اوسه یې په دې برخه کې هېڅ عملي او ګټور ګام نه دی اوچت کړی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې شورا ویاند احسان طاهري نن چهارشنبې د لړم ۱۶ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، سره له دې چې پاکستان په وار وار د افغان سولې په برخه کې د مرستې او له طالبانو او ترهګرو ډلو سره د ملاتړ پرېکولو ژمنې کړې خو تر اوسه یې په دې برخه کې هېڅ عملي اقدام نه دی کړی.
نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه پورې د افغانستان د سولې په تړاو د پاکستان ټولو ګامونه نمایشي و، چې پر افغان سوله یې هېڅ مثبت اغېز نه دی کړی.
طاهر پاکستان د افغان سولې پروسې پر اخلال تورن کړ او تمه یې وښوده، چې پر دغه هېواد د ترهګرو د ملاتړ له امله نړیوال فشارونه زیات شي، تر څو د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او د افغان سولې په برخه کې صادقانه او عملي ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره کابل کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال و ویل، چې لا هم د ترهګرو تر ډولو ډېرې ځالې او ملاتړ په پاکستان کې دی او تر څو له ترهګرو ملاتړ دوام ولري په سیمه کې به ثبات او امنیت تامین نه شي.
ولسمشر د پاکستان له خوا د ملا عبدالغني برادر خوشي کول یو کوچنۍ ګام وباله او ویې ویل، چې پاکستان باید د سیمې د ثبات په برخه کې ډېر څه وکړي.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش