۰

ټرمپ د امریکا لوی څارنوال له دندې ګوښه کړ

پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۱
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوی څارنوال جیف شیشنز له دندې لرې کړی او د هغه پر ځای یې میتهیو وایټکر په موقت ډول ټاکلی دی.
ټرمپ د امریکا لوی څارنوال له دندې ګوښه کړ
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوی څارنوال جیف شیشنز له دندې لرې کړی او د هغه پر ځای یې میتهیو وایټکر په موقت ډول ټاکلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ د امریکا د منځهاله ټاکنو یوه ورځ وروسته چې ویل کېږي دموکراتان په کې مخکې دي لوی څارنوال له دندې ګوښه کړی دی.

ټرمپ ژمنه کړې، چې که دیموکراتانو په دې برخه کې تحقیقات او پلټنې پیل کړې نو هغه به یې مخه ونیسي.

رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو له قوله ویلي، د سپینې ماڼې رییس جان کیلي پرون چهارشنبې څارنوال سیشنز ته تلېفون وکړ او ورته ویې ول چې خپله دنده پرېږدي.

په ورته وخت کې خپله څارنوال سیشنز ولسمشر ټرمپ ته په استولي استعفی لیک کې لیکلي«ستان په غوښتنه مې استعفی وکړه.»

ټرمپ دا مهال میتهیو وایټکر په موقتي توگه د سیشنز پرځای ټاکلی او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به یو کس دغې دندې ته وټاکي.

ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه په داسې وخت کړې، چې د ېموکرات ګوند د استازو په مجلس کې اکثریت څوکۍ ګټلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي