ټرمپ د امریکا لوی څارنوال له دندې ګوښه کړ

17 عقرب 1397 ساعت 8:31

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوی څارنوال جیف شیشنز له دندې لرې کړی او د هغه پر ځای یې میتهیو وایټکر په موقت ډول ټاکلی دی.


د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوی څارنوال جیف شیشنز له دندې لرې کړی او د هغه پر ځای یې میتهیو وایټکر په موقت ډول ټاکلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ د امریکا د منځهاله ټاکنو یوه ورځ وروسته چې ویل کېږي دموکراتان په کې مخکې دي لوی څارنوال له دندې ګوښه کړی دی.

ټرمپ ژمنه کړې، چې که دیموکراتانو په دې برخه کې تحقیقات او پلټنې پیل کړې نو هغه به یې مخه ونیسي.

رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو له قوله ویلي، د سپینې ماڼې رییس جان کیلي پرون چهارشنبې څارنوال سیشنز ته تلېفون وکړ او ورته ویې ول چې خپله دنده پرېږدي.

په ورته وخت کې خپله څارنوال سیشنز ولسمشر ټرمپ ته په استولي استعفی لیک کې لیکلي«ستان په غوښتنه مې استعفی وکړه.»

ټرمپ دا مهال میتهیو وایټکر په موقتي توگه د سیشنز پرځای ټاکلی او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به یو کس دغې دندې ته وټاکي.

ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه په داسې وخت کړې، چې د ېموکرات ګوند د استازو په مجلس کې اکثریت څوکۍ ګټلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110034

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110034/

جمهور
  https://www.jomhornews.com