۰

د ننګرهار نازیانو کې د داعش پر وړاندې ولسي پاڅون شوی دی

پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۳
د ننګرهار نازیانو ولسوالۍ کې ځايي اوسېدونکو د داعش وسله والو پر ضد پاڅون کړی او پر وړاندې یې عملیات پیل کړي دي.
د ننګرهار نازیانو کې د داعش پر وړاندې ولسي پاڅون شوی دی
د ننګرهار نازیانو ولسوالۍ کې ځايي اوسېدونکو د داعش وسله والو پر ضد پاڅون کړی او پر وړاندې یې عملیات پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاڅون والو شمېر ۵۰۰ تنو ته رسېږي او وایي نور به داعش ته اجازه ورنه کړي، چې د دوی په سیمو کې فعالیت او ظلمونه وکړي.

پاڅونوالو د تېرې سه شنبې د لړم ۱۵ مه وسلې راخیستې او پرون یې د خپلې سیمې په لرو پرتو غرنیو ساحو کې د داعش پر وړاندې عملیات پیل کړل او وايي له داعش سره به د افغان امنیتي ځواکونو په شان جګړه کوي.

د پاڅون کوونکو مشر ملک دهقان وايي، داعش وسله والې ډلې د دوی په سيمه کې ډېر ظلمونه کړي او تر دې وروسته به هېڅکله دې ډلې ته په خپله سيمه کې ځای ورنه کړي.

د هغه په وینا د پاڅون کوونکو لويه موخه د داعش وسله والو له شره د خپلو خلکو ساتل او د خپل هېواد او حکومت ملاتړ کول دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار امنیتي چارواکو ډاډ ورکړی، چې دوی به په خپل ټول توان سره د پاڅونوالو ملاتړ وکړي او هغوی ته به ان وسلې او مهمات ورکړي.

د ننګرهار د ملي امنیت رییس تورن جنرال نظر علي واحدي ویلي پاڅونوال یې دې ته چمتو کړي، چې له داعش د پاکو شویو سیمو امنیت خوندي او هلته پوستې جوړې کړي.

پاڅون وال وايي له پاڅون څخه یې یوه موخه د داعش د ظلمونو ختمول او له بلې خوا له خپلو افغان امنیتي ځواکونو سره په عملیاتو کې مرسته کوي دي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې د ننګرهار په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د داعش پر ضد ورته ولسي پاڅونونه رامنځ ته شوي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي