۰
طالبان:

د مسکو په غونده کې له هېچا سره خبرې نه کوو

پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۳
وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د مسکو په غونډه کې به ګډون وکړي، خو له هېچا سره خبرې نه کوي.
د مسکو په غونده کې له هېچا سره خبرې نه کوو
وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د مسکو په غونډه کې به ګډون وکړي، خو له هېچا سره خبرې نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې پرون د افغانستان د سولې عالي شورا و ویل، چې د دوی پلاوی به په لومړي ځل د مسکو په غونډه کې د طالبانو له استازو سره مخامخ خبرې وکړي.

د دغه شورا ویاند احسان طاهري زیاته کړه، د سولې عالي شورا پلاوی به هڅه وکړي، چې طالب استازو سره خبرو کې هغوی د سولې خبرو ته وهڅوي.

بل خوا ځینې سرچینې وايي، دغه غونډې ته پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم ورروان دی او کېدای شي، هغه د مسکو په غونډه کې د طالبانو له استازو سره په جلا توګه وګوري.

خو وسله والو طالبانو په خبرپاڼه کې دغه اوازې رد کړې او ویلي یې دي، چې د دوی استازي به د مسکو په غونډه کې له هېچا سره خبرې ونه کړي.

طالب ویاند مجاهد په خبرپاڼه کې ویلي، مسکو ته د طالبانو د پلاوی د سفر هدف دا نه دی، چې له چا سره دې د سول په اړه خبرې وکړي.

د مجاهد په وینا د طالبانو پلاوی به د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل او له افغانستانه د ناټو او امریکايي پوځیانو د وتلو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي