ارګ وايي، د اروزګان ولایت د خاص اروزګان او د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د امنیتي ستونزو له منځه وړلو له پاره بېړنې تدابیر نیول شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تدابیر تېره ورځ چهارشنبې د لړم ۱۶ مه د وسله والو ځواکونو د عالی سر قوماندانۍ په غونده کې ونیول شول.
خبرپاڼه زیاتوي، د ولسمشر په مشرۍ په دې ناسته کې د خاص اروزګان او غزني د مالستان، او جاغوري، د فراه د قلعه کاه او د غور د چهارسدې ولسوالۍ امنیتي وضعیت و ارزول شو.
سرچینه کاږي، چې په دې غونده کې امنیتي ارګانونو ته لاښوونه وشوه، چې د دغه ولسوالیو له امنیتي وضعیت یو واضح پلان جوړ او پر وخت او بېړني ګامونه د امنیت له پاره پورته کړي.
په ورته وخت خبرپانه وايي، په دغه غونده کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هم ډاډ څرګند کړ، چې د یادو ولسوالیو په امنیت کې به د افغان ځواکونو سره هوايي مرسته کوي.
په غونده کې د ۲۰۵، ۲۰۷ او ۲۱۵ قول اردوګانو ته د اکمالاتو او دغه راز د میدان وردګ – زابل لویې لارې امنیت په اړه هم خبرې وشوې.
جمهورخبري آژانس:کابل