ننګرهار:

د بهرنیو ځواکونو هوایي برید کې دوه افغان پوځیان او درې پاڅونوال وژل شوي

17 عقرب 1397 ساعت 9:36

په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د افغان پوځ دوه سرتېري او درې ځايي پاڅونوال وژل شوي دي.


په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د افغان پوځ دوه سرتېري او درې ځايي پاڅونوال وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه هوايي برید تېره شپه(د لړم ۱۶ مه) د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې شوی دی.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند جګړن هارون یوسفزی وايي، هوايي برید د نازیانو ولسوالۍ په مورچه کلي کې شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په برید کې د ملي اردو دوه بریدملان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وایي، په دې هوايي برید کې درې سیمه ییز پاڅونوال هم وژل شوي او برید په تېردوتنې تر سره شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي هم د برید پخلی کړی، خو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

د ننګرهار په نازیانو کې دغه هوايي برید پر داسې مهال شوې، چې دوه ورځې وړاندې د دغه ولسوالۍ تر ۵۰۰ پورې اوسېدونکو د داعش پر ضد ولسي پاڅون وکړ.

پاڅونوالو پرون په خپلو لرې پرتو غرنیو سیمو کې د داعش پر ضد عملیات هم تر سره کړي او وايي له دغه ډلې سره به د افغان ځواکونو په شان جګړه کوي او تر هغې په دوام ولري، تر څو یې خپله سیمه د داعش له ظلمونو خلاصه کړې نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 110042

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110042/

جمهور
  https://www.jomhornews.com