هرات کې تر لنډې نښتې وروسته غله نیول شوي دي

17 عقرب 1397 ساعت 10:01

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هرات ولایت کې درې تنه وسله وال غله تر یوې لنډې نښتې وروسته د پولیسو له خوا نیول شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هرات ولایت کې درې تنه وسله وال غله تر یوې لنډې نښتې وروسته د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پولیسو او غلو تر منځ نښته تېره شپه (د لړم ۱۶مه) د هرات ښار په نو آباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات له امنیه قوماندانۍ خپره شوې خبرپاڼه وايي، غلو په ښار کې د غلا کولو هوډ درلود، چې د پولیسو ګزمه پرې ورپېښه شوه.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې د پولیسو له رسېدو سره هم غلو پر هغوی ډزې کړې، چې پولیسو هم په ځوابیه ډزو لاس پورې کړی دی.

خبرپاڼه وایي، د پولیسو په ډزو کې یو غل ټپي شوی او دوه تنه نور نیول شوي دي، چې دا مهال تر پلټونو لاندې دي.

سرچینه زیاتوي، چې له غلو څخه یو میل تومانچه او یو عراده موټرسایکل هم تر لاسه شوي دي.

د هرات امنیه قوماندان خپلو پولیسو ته امر کړی، چې د غلو پر وړاندې له رحم څخه کار وانخلي او پر وړاندې یې وسله وکاروي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 


د مطلب کود: 110044

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110044/

جمهور
  https://www.jomhornews.com