چارواکي: تخار کې د افغان پوځ ۱۴ سرتېري وژل شوي دي

17 عقرب 1397 ساعت 10:09

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، تخار ولایت کې د افغان پوځ ۱۴ سرتېري د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، تخار ولایت کې د افغان پوځ ۱۴ سرتېري د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ځايي چارواکو ویلي وسله والو طالبانو پرون چهارشنبې د لړم ۱۶ مه د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د ملي اردو په یوه مرکز برید کړی وو.

د تخار امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرشید بشیر وايي، د طالبانو سرې قطعې له غرمې وروسته د خواجه غار ولسوالۍ په چارتراش سیمه کې د ملي اردو پر یوه مرکز برید وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دې برید کې د افغان پوڅ ۱۴ سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا د طالبانو د برید پر مهال د پولیسو په ګډون تازه دمه سرتېري سیمې ته ورسېدل، چې ورسره سم طالبان ماته او تر ۲۰ تنو پورې مرګ ژوبله ورته واوښته.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو ورځو کې یو ځل بیا د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:تخار
 


د مطلب کود: 110045

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110045/

جمهور
  https://www.jomhornews.com