د مشرانو جرګې لومړی مرستیال:

د سولې شورا پلاوی به د مسکو غونډې په څنډه کې له طالب استازو سره وګوري

17 عقرب 1397 ساعت 10:19

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال وايي، ټاکل شوې د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوی د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډې په څنډو کې د طالب استازو سره وګوري.


د مشرانو جرګې لومړی مرستیال وايي، ټاکل شوې د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوی د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډې په څنډو کې د طالب استازو سره وګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې محمد علم اېزدیار زیاته کړه، له کره سرچینو معلومات لري، چې طالب استازو د مسکو غونډې په څنډو کې د سولې عالي شورا د پلاوی سره د ځانګړې کتنې له پاره لېوالتیا ښودلې ده.

نوموړي د سرچینې له نوم ښودلو پرته د مسکو په غونډه کې د سولې عالی شورا د پلاوی او طالب استازو ځانګړې کتنه د یادې غونډې مثبت ټکی یاد کړ.

ښاغلي اېزدیار ټینګار وکړ، چې د سولې عالي شورا پلاوی باید د مسکو غونډه کې د افغانستان ملي ګټې وپلټي او د سولې د رسیمي خبرو د پیل له پاره همغږي رامنځ ته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن چهارشنبې د لړم ۱۷ مه د سولې عالي شورا یو څلور کسیزه پلاوی د مسکو غونده کې د ګډون په موخه د سفر موزې په پښو کړي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري پرون په یوه خبري غونده کې و ویل، چې د سولې عالي شورا پلاوی به مسکو غونډه کې د لومړي ځل له پاره د طالب استازو سره مخامخ وګوري، خو دا چې په ځانګړې ډول به دغه کتنه تر سره شي که نه څه یې یاد نه کړل.

خو ویې ویل، د سولې عالي شورا پلاوی به په خبل ټول توان سره هڅه وکړي، چې وسله وال طالبانو د سولې خبرو ته وهڅوي او دې ته یې واداره کړي تر څو د سولې د خبرو د رسمي پیل له پاره یو پلاوی وټاکي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال او د سولې عالي شورا دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وسله والو طالبانو د مسکو په غونډه کې د خپلو استازو د ګډون پخلی کړی خو دا یې رد کړې، چې ګڼې د سولې په اړه به له چا سره ځانګړې خبرې ولري.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 110047

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110047/

جمهور
  https://www.jomhornews.com