فاریاب:د طالبانو د سرې قطعې قوماندان له ۱۹ وسله والو سره وژل شوی

17 عقرب 1397 ساعت 12:21

شمال کې د پوځ چارواکي فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان په ګډون د ۲۰ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


شمال کې د پوځ چارواکي فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان په ګډون د ۲۰ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته نن پنشنبې د لړم ۱۷ مه د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په دې سخته جګړه کې د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان په ګډون ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او د ملا سنګین په نوم د یوه قوماندان په ګډون ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو د زیان او دغه راز د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان د هویت په اړه جزیات نه دي ورکړل شي.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب

 


د مطلب کود: 110054

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110054/

جمهور
  https://www.jomhornews.com