د ناټو سرمشني:

له افغانستانه وتل د ناټو ګټې له ګواښ سره مخ کوي

17 عقرب 1397 ساعت 12:38

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، که چېرې ناټو افغانستان پرېږدي، نو د دې خطر شته چې طالبان له نورو ترهګرو ډلو سره بيا راشي او خپل مرکزونه پیاوړي کړي.


د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، که چېرې ناټو افغانستان پرېږدي، نو د دې خطر شته چې طالبان له نورو ترهګرو ډلو سره بيا راشي او خپل مرکزونه پیاوړي کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون، چهارشنبې د لړم ۱۶ مه هرات ولايت کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت اړوند قوماندانۍ کې خپلو ځواکونو ته د وينا پر مهال کړې دي.

سټولټنبرګ چې پرون کابل ته راغلی او له ولسمشر غني سره یې وکتل تر هغې وروسته هرات ته ولاړ او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت اړوند قوماندانۍ کې خپلو ځواکونو ته وینا وکړه.

نوموړي و ویل، که په افغانستان کې د ناټو پاتې کېدل يو ډول له افغانستان سره مرسته ده، نو له بلې خوا له ناټو او نړيوالو سره هم مرسته ده او دا د نړيوالې ټولنې د امنيتي ګټو لپاره هم مهمه ده.

د هغه په وینا که چېرې ناټو په افغانستان کې پاتې نه شي، نو نړيوال ترهګر به په دغه هېواد کې پر غربي هېوادونو بريدونو لپاره پلانونه جوړ او د دغو هېوادونو امنيت به له ګواښ سره مخ کړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ و ویل، باوري دی چې له افغانستانه وتل ورته په دغه هېواد کې له اوسېدو په ګرانه بيه تمامېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 110055

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110055/

جمهور
  https://www.jomhornews.com